د ارزګان خلک او کروندګر وايي، په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله کرنه څو برابره عصري شوې او له خپلو ځمکو ښه کیفیت لرونکي او زیات حاصل راټولوي.
په ورته وخت کې هټۍ وال هم وايي، د کرنې د کرنې د بڼې په نوې والي او عصري کېدو سره د دوی کاروبار هم وده کړې ده.
دا په داسي حال کې ده چې په دغه ولایت کې نن شنبه د کرنې ریاست له لوري ۵۰۰ کروندګرو ته زراعتي توکي ورکړل شول، څو لانوره هم کرنه عصري او په مخ ولاړه شي.
په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ: