د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

اشرف غني: افغانستان د واردوونکي پر ځای په صادروونکي هېواد بدلېدونکی دی


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان اوس مهال د اسیا په څلورلاري بدل شوی او د صادارتو او وارداتو له پلوه په وچه کې بند هېواد نه‌دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، نور افغانستان د واردوونکي هېواد پر ځای په صادروونکي هېواد بدلېدونکی دی.

ښاغلي غني چې د یکشنبې په ورځ يې په نیمروز ولایت کې چابهار بندر ته د افغان سوداګریزو توکو د لومړني کاروان د لېږد په غونډه کې خبرې کولې د افغانستان صادارت په کلني ډول د یو میلیارد ډالرو په اندازه یاد کړل او په تینګار سره وویل چې د دې هېواد کلني صادرات به دوه میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

نوموړي وویل، هر څه چې له افغانستانه صادرېږي میلیونونه افغانان له نړۍ سره نښلوي:

"افغانستان له یو واردوونکي نه په صادروونکي هېواد د بدلېدو په حال کې دی، دا د کار پيل دی، زموږ ژوند دوامدار او تل پاتې دی، هر هغه څه چې له افغانستان صادرېږي، سلګونه کلي او میلیونونه افغانان له نړۍ سره نښلوي، د وصل ژبه اقتصادي ژبه ده."

افغان حکومت وايي چې په لومړي ځل د افغانستان ٥٧٠ ټُنه صادراتي مالونه د چابهار بندر له لارې د هندوستان ممبی ښار ته واستول شول.

د چابهار بندر پروژه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغانستان، ایران او هند له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه چې د افغانستان د ټرانزیت لپاره یوه مهمه پروژه ده.

چابهار د افغانستان لپاره نړیوالو اوبو ته د رسېدو تر ټولو نږدې او ارزانه لار بلل کېږي.

تېر کال هندوستان د دغه بندر له لارې افغانستان ته غنم استولي وو، خو دا لومړی ځل دی چې افغان توکي د چابهار بندر له لارې بهر ته استول کېږي.

د افغانستان د فواید عامې وزیر یما یاري چې په همدې غونډه کې يې خبرې کولې وویل، هندوستان ته د افغان مالونو په‌دې لومړنۍ بسته کې شوکاڼی، مې او نور صادارت شامل دي چې په ۲۳ کانټینرونو کې استول کېږي.

ښاغلي یاري وویل چې په چابهار بندر کې اوس مهال ۱۵۰ افغان شرکتونو د ۵۰ میلیونه ډالرو په اندازه پانګونه کړې ده.

نوموړي همدا شان وویل چې د چابهار بندر افغان سوداګرو ته د بندر عباس او کراچۍ بندرونو په پرتله ارزانه لاره بلل کېږي، ځکه د ښاغلي یاري په وینا په یو کانټینر له ۵۰۰ نه تر ۱۰۰۰ ډالر کم لګښت لري.

د افغانستان د فواید عامې وزیر یما یاري
د افغانستان د فواید عامې وزیر یما یاري

دی وايي:

"چابهار بندر د افغانستان صادراتو او وارداتو ته د ښه ټرانزیتي اسانتیاوو د رامنځته کېدو غوره ځای دی چې افغانستان د ټرانزیت په برخه کې له انحصاره خلاصوي او د سیمې هېوادونو ته د ټرانزیت زمینه برابروي، د اموالو د حمل او نقل په لګښتونو کې کمښت، همدا شان د صادراتو د مصؤنیت زیاتېدل او د راکړې ورکړې په برخه کې نړیوالو اصولو ته پاملرنه د چابهار بندر له نورو ګټو څخه دي."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل چې له چابهار بندره ګټه اخیستل به په ټرانسپورتي برخه کې د افغان سوداګرو د لګښتونو د سپما سبب شي.

په‌دې مراسمو کې د هندوستان او ایران سفیرانو هم د درېیو واړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي مرستو په پراختیا خبرې وکړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزی

په کابل کې ایران سفیر رضا بحرامي وویل، د چابهار پرانیسته د سیمې د هېوادونو د نښلولو پیغام دی او نه‌یوازې د درې واړو هېوادونو ګډه پروژه ده، بلکې په راتلونکي کې ترې د منځنۍ اسیا هېوادونه هم ګټه اخیستی شي.

نوموړی وايي:

"د دغه جشن پیغام سیمه‌ییز مشارکت دی، زموږ د ناستې پیغام له تاوتریخوالي لیرې والی، د سیمې پیوستون، سیمه‌ییزه پراختیا، د سیمې د خلکو لپاره د پانګې تولید دی، موږ نن ورځ په‌دغه ناسته کې ثابته کړه چې په سیمه کې ظرفیتونه شته چې کولای شي، له دغو ظرفیتونو نه چارواکي او خلک استفاده وکړي او د سیمې له ثبات سره مرسته وکړي."

همدا شان په کابل کې د هند سفیر ویني کمار په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د هندوستان د سوداګرۍ پراختیا ته په اشارې سره وویل چې هېواد ته‌يې د افغانستان صادرات ۴۰ فیصده زیات شوي دي.

چابهار بندر شمال ته له افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو، ختیځ ته د پاکستان او جنوب ته د هند له اوبو سره تړل شوی.

افغان حکومت وايي، د هندوستان او ایران سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د هندوستان او نورې نړۍ بازارونو ته د افغان مالونو رسېدل، د کورنیو تولیداتو وده او ورته بازار موندنه، د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره د اسانه او ارزانه لارې پیدا کول، اروپايي هېوادونو ته لاسرسی، افغان سوداګرو ته په صادراتو او وارداتو کې تخفیف او یو شمېر نورې ګټې هغه څه دي چې د چابهار له لارې به‌يې افغانستان ترلاسه کړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG