د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۵

د شمالي کوریا ولسمشر له ډونالد ټرمپ سره د کتنې لپاره ویتنام ته روان شوی


د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون

شمالي کوریا تأیید کړه چې د دې هېواد ولسمشر کیم جونګ اون د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د بلې کتنې لپاره ویتنام ته په ریل ګاډي کې حرکت کړی دی.

د شمالي کوریا دولتي خبري آاژانس KCNA ویتنام ته د دې هېواد د ولسمشر د سفر په تأیید ویلي چې له کیم جونګ اون سره د امریکا له متحدو ایالتونو سره د شمالي کوریا د مرکچي پلاوي مشر کیم یونګ کول او د کیم جونګ اون خور کیم یو جونګ هم په دغه سفر کې چې د ریل ګاډي په ذريعه یې کوي، ملګري دي.

د جنوبي کوریا د یانهوپ خبري اژانس د راپور له مخې، د دوی د سپرلۍ ریل ګاډی پرون ناوخته د چین سرحدي ښار داندونګ ته رسېدلی دی.

ویل کېږي چې د کیم جونګ اون ریل ګاډی به د چین په خاوره کې زرګونه کیلومتره لاره په څه باندې دوو ورځو کې ووهي چې ویتنام ته ورسېږي.

د شمالي کوریا د مشر د سفر جزیات په ټوله کې پټ ساتل شوي دي.

ویتنام اعلان کړی چې دې هېواد ته د کیم له رسېدو سره سم به هغه لارې چې دی پرې سفر کوي، د ټرافیکو پرمخ تړلي وي.

په پام کې ده چې دواړه مشران د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون او د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د راتلونکې چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په هانوی کې سره ګوري.

د امریکا او شمالي کوریا ولسمشران ډونالد ټرمپ او کیم جونګ اون
د امریکا او شمالي کوریا ولسمشران ډونالد ټرمپ او کیم جونګ اون

​د دواړو مشرانو د دې کتنې په اړه چې د هغوی ترمنځ دوهمه ده، زیات جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو یو شمېر چارواکو ویلي چې په دې کتنه کې به د هغو مسایلو په اړه چې په مخکنۍ غونډه کې یې ژمنې شوې وې، مشخصې پرېکړې وشي.

ټرمپ او کیم د تېر کال په جون میاشت کې په سنګارپور کې کتلي وو.

په دې کتنه کې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ژمنه کړې وه چې د کوریا له ټاپووزمې د اټمي وسلو د ټولولو لپاره کار کوي او ټرمپ هم له دغې کتنې وروسته اعلان وکړ چې د شمالي کوریا له خوا اټمي ګواښ نور دفعه شوی دی.

خو پیونګ یانګ تراوسه پورې هغه څه چې واشنګټن یې ورڅخه د مشخصو اقداماتو غوښتنه کوله، څه نه دي لیدلي.

XS
SM
MD
LG