د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

د قطر راتلونکې ناستې ته د سولې او جګړې انسټیټیوټ ډېر هیله‌مند نه‌دی


په قطر کې د طالب استازو دفتر
په قطر کې د طالب استازو دفتر

د افغانستان د سولې او جګړې انسټیټیوټ، ډېر هیله‌مند نه‌دی چې په قطر کې دې په را روانه ناسته کې امریکايي چارواکي او طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو او د اوربند په موضوع کومې نتیجې ته ورسېږي.

په‌داسې حال کې چې قطر سبا د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ د افغان سولې په اړه د پنځم پړوا خبرو کوربه دی، د افغانستان د سولې او جګړې انسټیټیوټ وايي چې په‌دغه غونډه کې به د دوو مهمو موضوعاتو، له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو او اوربند په اړه کومه نتیجه تر لاسه نه‌شي.

د دغه انسټیټیوټ سرپرست او مرستیال حکمت الله اعظمي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د قطر د دوشنبې د ورځې په غونډه کې به هم تر ډېره بحثونه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر موضوع متمرکز وي.

حکمت الله اعظمي
حکمت الله اعظمي

نوموړي زیاته کړه:

"زه فکر کوم چې د اوربند مسئله او د افغان دولت سره د کیناستلو مسئله، په‌دې برخه کې به ډېر پرمختګ ونه‌شي په ځانګړي ډول د اوربند پر مسئله، په‌داسې حال کې چې د مذاکراتو کامیابي او ناکامي په همدغو دوو مسئلو پورې تړاو لري."

ښاغلي اعظمي په‌دې اړه هم خواشیني وښوده چې د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د قطر په غونډه کې د قطر د دفتر مشر او د ملا هبت‌الله سیاسي مرستیال چې د سولې په مذاکراتو کې حضور یې د یادې پروسې له چټکتیا سره ډېره مرسته کولای شي ګډون نه‌لري.

د یادونې وړ ده چې مخکې تردې هم د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ په قطر او ابوظبۍ کې خبرې شوي، خو افغان حکومت په‌کې ګډون نه درلود.

دغه شان د روانې میلادې میاشتې په لومړیو کې د افغان حکومت د استازو په نه حضور کې په مسکو کې د طالب استازو او افغان سیاسیونو ترمنځ هم غونډه وشوه چې افغان حکومت نمایشي بللې وه.

طالبانو ویلي چې له انس حقاني پرته چې اوس په افغانستان کې بندي دی، نور د اعلان شوي لېست ټول غړي به یې د قطر په ناسته کې ګډون وکړي.

د یادونې وړ ده چې د افغان سولې په برخه کې لانجمنه موضوع، افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته د طالبانو نه حاضرېدل دي.

افغان حکومت د قطر را ورسته غونډې ته خپل پلاوی لېږلی و، خو طالب استازو ورسره خبرې ونه‌کړې، دا ځل افغان حکومت ویلي ترکومه چې په‌دې برخه کې تضمین نه‌‌وي موجود، دوی به خپل پلاوی د خبرو لپاره وانه‌ستوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د خلاصون شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سید اکبراغا هم وايي چې د قطر دا پړاو خبرې به هم تر ډېره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر موضوع وي.

د افغانستان د خلاصون شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سید اکبراغا
د افغانستان د خلاصون شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سید اکبراغا

نوموړي زیاته کړه:

"ټولې خبرې، لکه د اوربند خبره او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو موضوع ته طالبانو توقف ورکړی دی، ځکه دوی غواړي د بهرنیانو د وتلو په اړه ډاډ حاصل کړي، په‌دې ناسته کې به هم په همدې موضوع خبرې کېږي."

سید اکبرخان بیا تر ټولو مهمه موضوع د طالبونو او حکومت تر منځ د اوربند مسئله یادوي.

  • دا چې د قطر غونډه به څو ورځې دوام پیدا کړي؟

په‌دې اړه څه نه‌دي ویل شوي.

مخکې تر دې د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي وو چې د مطلوبې نتیجې تر لاسه کولو لپاره باید د وخت موضوع مطرح نه‌وي، بلکې هڅه دې وشي چې له دقت او تدبیره کار واخېستل شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG