د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

محقق له عزل کېدو یوه میاشت وروسته: هره ورځ خپل کاري دفتر ته ځم


د اجرائیه ریاست عزل شوی دوهم مرستیال محمد محقق
د اجرائیه ریاست عزل شوی دوهم مرستیال محمد محقق

که څه هم د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق له دندې د لېرې کېدو یوه میاشت اوړي، خو ښاغلی محقق وايي چې هره ورځ خپل کاري دفتر ته ځي.

د اجرائیه ریاست عزل شوي دوهم مرستیال محمد محقق له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې هره ورځ د دغه ریاست د دوهمې مرستیالۍ دفتر ته د کار لپاره ځي.

د اجرائیه ریاست دوهمې مرستیالۍ ته د محمد محقق د تګ توجیه دا ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د هغه د لېرې کېدو صلاحیت نه لري.

ده وویل:

"اول دا چې هغه یعنې ولسمشر زما د لېرې کېدو صلاحیت نه لري او دوهم دا چې له اجرائیه ریاست سره همغږي نه ده شوې او د اجرائیه ریاست ځواب دا دی چې دا کار له مشورې پرته شوی."

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست ودانۍ
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست ودانۍ

په دغو لنډو خبرو کې له محققه وپوښتل شول چې ایا هره ورځ د کار دفتر ته ځې، نوموړي په ځواب کې تأیید کړه چې هره ورځ د اجرائیه ریاست د دوهمې مرستیالۍ دفتر ته د کار لپاره ځي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني یوه میاشت وړاندې د دلوې په څلورمه د اجرائيه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق د یو حکم په صادرولو سره له دندې ګوښه کړ.

اجرائیه ریاست د دغه حکم صادرول ناسنجول شوی او بېړنی کار وباله.

د دغه ریاست په خبرپاڼه کې چې مخکې خپره شوې، راغلي چې د ولسمشر دغه کار به هېواد د بې ثباتۍ خواته تحریک کړي.

اجرائیه ریاست د محمد محقق عزل کېدل د هېواد د ملي ګټو او یووالي خلاف کړنه یاده کړه.

اجرائیه ریاست د افغان حکومت په چوکاټ کې هغه مهال رامنځته شو چې د افغانستان د ۲۰۱۴ کال انتخابات کړکېچ ته ولاړل او د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر د انتخاباتو د مخکښو کاندیدانو محمد اشرف غني اوعبدالله عبدالله ترمنځ جوړ جاړی وکړ او د ملي وحدت په نامه یې حکومت رامنځته کړ.

د حقوقي چارو ډېری کارپوهان د دا ډول حکومت رامنځته کول او جوړښت غیر قانوني بولي.

په ورته وخت کې د افغان ولسمشر ویاند د شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې د ازادي راډیو د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني حکم اجرا شوی.

د هارون چخانسوري په خبره، د ښاغلي محقق هر ډول دولتي امتیاز بند شوی دی.

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري
د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري

​ده وویل:

"د ښاغلي محقق په اړه حکم اجرا شوی، معاشونه یې قطع شوي، حکومتي امتیازات نه اخلي، دا چې خپله دفتر ته راځي، خپله ورنه پوښتنه وکړئ چې په کوم حیث راځي، ولې له دولتي دفتره شخصي ګټه اخلي، خپله ورنه وپوښتئ چې ولې دا کار کوي."

په ورته وخت کې د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې افغان ولسمشر د خپل کار په لومړیو کې د یو فرمان په صادرولو سره اجرائیه ریاست رامنځته کړ او دا صلاحیت هم لري چې د مسؤلینو د عزل په اړه یې تصمیم ونیسي.

د دغو کارپوهانو له ډلې ودیر صافي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا چې محمد محقق د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د محمد حنیف اتمر له انتخاباتي ټکټ سره د دوهم مرستیال په توګه یوځای شوی، له اجرائیه ریاسته عزل حسابېږي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG