د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

ارګ: ولسمشر غني به له نویو استازو سره د پارلمان پرانیسته وکړي


د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري
د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې ولسمشرمحمد اشرف غني به ولسي جرګه له نویو وکیلانو سره افتتاح کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، سیاسي ګوندونو او د انتخاباتو پورې اړوندو بنسټونو د څوارلسو ښځو په ګډون، د ۸۴ کسانو لېست له اسنادو سره جمهوري ریاست ته سپارلی چې دامهال یې اسناد تر څېړنو لاندې دي.

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له قانون سره سم په اوو ورځو کې به د کمیشنرانو د انتخاب او کمېسیونونو ته د دوی د ورپېژندلو کارونه بشپړ او دوی به خپل کارونه پیل کړي.

ښاغلی چخانسوري زیاتوي چې د ولسي جرګې پاتې نتایج د نویو کميشنرانو له خوا اعلان او له هغې وروسته به ولسمشر نوی پارلمان افتتاح کړي.

دی وايي:

"ولسمشر به نوی پارلمان افتتاح کړي، البته د نتایجو له اعلان وروسته که چېرې کمېسیون خپل کارونه چټک کړي اونتایج اعلان کړي، نو ولسمشربه له زړو نه، بلکې له نویووکیلانوسره به پارلمان افتتاح کړي."

څو ورځې وړاندې ولسمشر د انتخاباتو د قانون تعدیل شوې طرحه د یوه فرمان په صادرولو سره توشېح کړه چې د قانون له نافذېدو سره سم جمهوري ریاست اعلان وکړ چې د نوي قانون په اساس د انتخاباتي کمېسیونونو کميشنران له دندو لېرې او پرځای به یې نوي کميشنران وټاکل شي.

د نوي قانون له مخې، د کميشنرانو په ټاکلو کې باید قومي او سمتي جوړښتونه په پام کې ونیول شي."

دا کمیشنران به د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د اتلسو کاندیدانو له خوا رأیې ورکول کېږي او د دوی دندې به د رأیو د اندازې په اساس ځانګړې کېږي.

اووه هغه کمیشران چې زیاتې رأیې یې ترلاسه کړې وي، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د غړو په توګه، ورپسې ۵ د شکایاتو کمېسیون دغړو او کمې رأیې ګټونکي دوه تنه به یې هم د انتخاباتي د کمېسیونونو د درالانشاء د رئیسانو په توګه وټاکلی شي.

ټاکل شوې چې د روان لمریز کال د کب په پنځلسمه د افغانستان پارلمان له ژمنیو رخصتیو وروسته د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا افتتاح شي.

اوس سوال دلته دادي چې ایا نوي کميشنران به وتوانېږي چې په شااوخوا لسو ورځو کې د ولسي جرګې د کوچیانو او هندوانو د حوزې په ګډون د څلوارلسو ولایتونو د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان کړي؟

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشيد وايي چې په پاتې حوزو کې د ستونزو زیاتواولي ته په کتو، نوي کمیشنران به هم ونه توانېږي چې نتایج ژر اعلان کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیه مشر یوسف رشيد
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیه مشر یوسف رشيد

ده وویل:

"زه فکر کوم نوی کمېسیون چې راځي، هغه به په جنجالي ولایتونو کې لکه کابل، پکتیا، بغلان، میدان وردګ او د داسې نوروولایتونو په نتایجو کې زیات وخت مصرف کړي، په هغه نېټه چې د پارلمان کارپيلېږي، زه ډېرباوري نه یم چې کمېسیون دې وتوانېږي چې ټول کارونه بشپړ کړي."

ښاغلی رشید ټینګار کوي چې نوي کميشنران باید د پاتې حوزو د انتخاباتو د وروستیو نتایجو په اعلان کې شفافیت په پام کې ونیسي او عدالت د سرعت قرباني نه کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG