د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

د کورنیو چارو وزارت: هېڅ چاته نور د غیر قانوني فعالیتونو اجازه نه ورکول کېږي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست نصرت رحیمي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست نصرت رحیمي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د وزارت رهبرۍ تصمیم نیولی چې نوره په جدي توګه د غلا، شوکمارۍ او داسې نورو غیر قانوني فعالیتونو د عاملینو مخه ونیسي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي خبرداری ورکوي چې نور به په ټولنه کې غلو، شوکمارو، سړي تښتوونکو، جعلکارانو او همداشان د نورو غیر قانوني فعالیتونو عاملینو ته اجازه ورنه کړي.

د دغه وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست نصرت رحیمي د شنبې په ورځ په کابل کې وویل، حکومت د خلکو د سر او مال د خوندیتوب او د هېواد د ټولو اتباعو د سوکالۍ په خاطر د قانون حاکمیت او تنفیذ ته ژمن دی او وروسته له دې به له هغو ټولو کسانو سره جدي قانوني چلند وشي چې د خپلو نا مشروع ګټو لپاره یې اصول تر پښو لاندې کړي دي.

یو شمېر افغان پولیس سرتېري
یو شمېر افغان پولیس سرتېري

ده وویل:

"د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د افغانستان ټولو خلکو ته ډاډ ورکوي چې غیر مسؤل وسله وال کسان، زورواکي، د ځمکو غاصبین، غله، سړي وژونکي او چپاولګر به په هېڅ ځای کې مصؤنیت ونه لري، دوی به نیول کېږي او د قانون منګولو ته به سپارل کېږي."

ښاغلي رحیمي وویل، له تېرو شلو ورځو راهیسې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د قانون ماتوونکو پر وړاندې عملیات پیل شوي چې ښې لاسته راوړنې لري.

د ده په خبره، د دغه وزارت د جرمونو پر وړاندې د مبارزې موظفین توانېدلي چې په کابل کې د عبدالجمیل، عالم او هدایت الله په نامه کسان د احمدشاه مسعود او برهان الدین رباني د جعلي لاسلیکونو د کولو او فرهاد نومی د پرله پسې غلاګانو په جرم ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست دا هم وویل، د دغه وزارت د مخدره موادو پرضد د مبارزې ځانګړو پولیسو په تېرو شلو ورځو کې د مخدره موادو ۴۷۰ قاچاق کوونکي، له وسلو، موټرو او د دغو موادو له زېرمو سره نیولي دي.

د ده په خبره، په دغه موده کې په بېلابېلو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو له خوا ۵۳۵ ترهګر وژل شوي او ۱۱۷ نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل په ګډون د افغانستان د اکثرو ښارونو اوسېدونکي له مخ په زیاتېدونکو ناامنیو او غلاګانو شکایت کوي.

د امنیتي چارو پوهان وايي، امنیتي چارواکو مخکې تر دې هم قانون ماتوونکو ته داشان خبرداری ورکړی، خو پر وړاندې یې جدي اقدام نه دی کړی.

د کورنیو چارو وزارت پخواني جنرال عرب شاه چمتو ازادي راډیو ته وویل:

"داسې اعلانونه پخوا هم شوي، دوی د غلو او ډاکوانو د مخنیوي په کار کې ناکام دي، که پر وړاندې یې جدي اقدام وشي، ښه ده، خو په خواشینۍ سره چې ډېرې داسې کسان نیول کېږي، خو ژر بېرته خوشې کېږي."

سربېره پر عامو خلکو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم وايي، د افغان سوداګرو سر او مال خوندي نه دی، د همدې له امله ځیني پانګوال هڅې کوي چې خپلې پانګې بهر ته ولېږدوي.

خو د کورنیو چارو وزارت وايي، د کورنیو چارو وزارت مشرتابه دا ځل جدي تصمیم نیولی، مجرم که هر څوک او په هره کچه وي، قانون به پرې پلی شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG