د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

د څار بنسټونه: د انتخاباتي کميشنرانو په معرفي شوي نوملړ کې مسلکي کسان شته


د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید

پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وایي، افغان حکومت ته د مدني ټولنو له لوري د انتخاباتي کميشنرانو د کاندیدانو په ورمعرفي شوي نوملړ کې مسلکي کسان شته، خو د ولسمشریزو انتخاباتو نوماندان دې د هغوی په ټاکلو کې دقت وکړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ته د مدني ټولنو له لوري د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره د کميشنرانو په توګه د نوماندانو د ۱۵ کسییز نوملړ په سپارلو او په دې اړه له انتقادونو وروسته اوس پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وایي، به یاد نوملړ کې شامل کسان مسلکي دي، خو د ګمارلو پر وخت باید له لازم دقته کار واخیستل شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د ولسمشریزو انتخاباتو نوماندان باید د مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو له نوملړه د انتخاباتي کمېسیونونو څوکیو ته وړ کسان وټاکي.

ده وویل:

"د نوماندانو له منځه په انتخاب کې دې دقت وشي، د دوی په ډله کې داسې کسان هم شته چې له انتخاباتي کمېسیونونو سره د کار سابقه لري، خو بیا هم موږ وایوو چې دا ۱۵ کسان د مخینې له پلوه ټول یو ډول وړتیا لري او دا مسئله دې د کاندیدانو ترمنځ په انتخاب پورې اړه لري، وکتل شي چې دوی څنګه کولای شي چې د مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو له لوري له ورمعرفي شویو کسانو وړ کسان انتخاب کړي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د څوکیو لپاره حکومت ته د کاندیدانو د نوملړ د سپارلو موده پای ته ورسېده.

د مدني ټولنو له لوري ولسمشرۍ ماڼۍ ته د انتخاباتي کمېسیونونو د څوکیو لپاره یو ۱۵ کسیز نوملړ سپارل شوی دی.

تېره اوونۍ ولسمشر د انتخاباتو د قانون تعدیل شوې طرحه د یوه فرمان په صادرولو سره توشېح کړه چې د قانون له نافذېدو سره سم جمهوري ریاست اعلان وکړ چې د نوي قانون په اساس د انتخاباتي کمېسیونونو کميشنران له دندو لېرې شوي.

د نوي قانون له مخې، په عدلیې وزارت کې ثبت سیاسي ګوندونه او په انتخاباتو پورې اړوندې مدني ټولنې باید شااوخوا د ۹۰ کسانو لېست جمهوري ریاست ته وسپاري، څو ولسمشر له دې ډلې ۱۳ کسان د انتخاباتي کمېسیونونو کميشنرانو او دوه تنه هم د دغو کمېسیونونو د درالانشاء د رئیسانو په توګه وټاکل شي.

د انتخاباتو په قانون کې راغلي چې د کميشنرانو په ګمارلو کې دې قومي او سمتي توازن په نظر کې ونیول شي او له ۱۵ معرفي شويو کسانو باید ۵ یې ښځې وي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخواني مشر نجیب الله احمدزي ازادي راډيو ته وویل، په دغه نوملړ کې شامل کسان په کافي اندازه تجربه نه لري او په انتخاباتي کمېسیونونو کې د کار وړتیا نه لري.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانی مشر نجیب الله احمدزی
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانی مشر نجیب الله احمدزی

​نوموړي وویل:

"په هغه ۱۵ کسییز نوملړ کې چې د مدني ټولنو له لوري معرفي شوي، یوازې دوه یا درې کسان یې په انتخاباتو کې د کار تجربه لري، نور ټول هغه یې غیر مسلکي دي، فکر نه کوم چې دغه کسان به سم مدیریت وکړای شي او انتخابات به ترسره شي."

ښاغلي احمدزي دا هم وویل، که د انتخاباتي کمېسیونونو د کميشنرانو په ګمارلو کې دقت په پام کې ونه نیول شي، راتلونکي ولسمشریز انتخابات به له ستونزو سره مخ وي او پایلې به یې خلکو ته د منلو وړ نه وي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG