د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

کابل د افغان جګړې د ختمولو لپاره د تماس ډلې جوړولو ته د چين له چمتووالي هرکلی وکړ


د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د جګړې د ختمولو په اړه د چین تازه څرګندونو ته په اشارې سره وايي، چین په سیمه کې د يوه اغېز لرونکي هېواد په توګه کولای شي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره مهم رول ولوبوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د جګړې د پای رسولو لپاره د چین له خوا د شانهګای د همکاریو سازمان د تماس ډلې له جوړولو هرکلی کوي.

د دغه وزارت ویاند صبغت احمدي وايي، پرته له شکه چې په دې برخه کې به د بیجېنګ هڅې ګټورې وي، خو نوموړی ټينګار کوي چې د سولې په موضوع کې باید د افغانستان د حکومت رهبرۍ ته پام وشي.

ښاغلي احمدي د شنبې په ورځ د بیجېنګ او اسلام اباد اړیکو ته په اشارې سره ازادي راډيو ته وویل چې په سیمه کې د يو لوی هېواد په توګه د افغانستان د سولې په تړاو د چین رول مهم دی.

دی وایي:

"چین په پاکستان کې د يو لوی پانګوونکي هېواد په توګه کولای شي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره خپل رول ولوبوي، پرته له شکه چې په دې برخه کې د سیمې ټول هېوادونه رول لوبولای شي، خو په دې شرط چې د افغانستان د حکومت رهبري او مالکیت په کې په بشپړ ډول رعایت شي."

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په تازه په بیجېنګ کې د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره به د شانګهای د همکاریو سازمان د تماس ډله جوړه کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي

​د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه شان ویلي چې د شانګهای د همکاریو سازمان د کاري ډلې په جوړولو سره هڅه کوي چې د افغانستان د قضیې لپاره يوه مناسبه سیاسي حل لاره پیدا کړي.

چین، روسیه، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان، هند او پاکستان د شانګهای د همکاریۍ سازمان اصلي غړي هېوادونه دي.

چین په داسې حال کې په دې اړه د چمتووالي خبره کوي چې ټاکل شوې د امریکايي چارواکو او طالب پلاوي ترمنځ د سولې پنځم پړاو خبرې د دوشنبې په ورځ په قطر کې پیل شي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون رئيس احمد جاوید رووف د افغانستان د سولې په اړه د امریکا هڅو ته په اشارې سره وايي چې د شانګهای د همکاریو سازمان د تماس ډلې هڅې به په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې ګټورې وي.

دی وایي:

"د دې لپاره چې امریکا د افغانستان د سولې په پروسه کې په لېوالتیا سره هڅې کوي او روسیه هم لېوالتیا لري، نو د چین هڅې هم په دغه هېواد کې جګړه ختمولای شي، ځکه چې د شانګهای د همکاریو سازمان غړي د سیمې هېوادونه دي او پاکستان هم په کې شامل دی، نو که وغواړي، کولای شي چې ښه رول ولوبوي."

ښاغلی رووف د سیمې په چارو کې د چین اغېز او پر پاکستان يې نفوذ ته په اشارې سره وايي چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د سولې د ټینګښت لپاره د بیجېنګ له ظرفیته او د شانګهای د همکاریو له سازمان له نقشه باید په ښه ډول او د يوې فعالې ډيپلوماسۍ په چوکاټ کې استفاده وشي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG