د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر محمد عمر داودزی وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له لېسته د طالبانو د ځینو مشرانو د نومونو ایستلو غوښتنه باید د افغانستان د دولت له لوري وشي.
ښاغلي داودزي پرون د فبرورۍ په دوه ویشتمه له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، طالبان د افغانستان له حکومت سره له مخامخ خبرو او جوړجاړي پرته خپلو اساسي غوښتنو ته نه شي رسېدلای.
ده وویل:
"درې مهمې خبرې دي د طالبانو لپاره چې هغوی یوه یې هم له امریکې سره په خبرو نتیجې ته نه رسېږي، تر څو چې د افغانستان له حکومت سره نتېجې ته ونه رسېږي چې هغه د امریکايي ځواکونو وتل، د زندانیانو خوشې کېدل او له تور لېسته وتل دي، که پر تور لېست تمرکز وکړو، نو هغه به د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته پېشنهاد کوي، لکه له ښاغلي حکمتیار سره چې د سولې موافقه نهايي شوه، د افغانستان حکومت پېشنهاد وکړ چې هغوی له تور لېسته وایستل شي."
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د امریکا پر متحدو ایالاتو تر ترورېستي حملو وروسته د بندیزونو یو ځانګړی سېستم جوړ کړ چې له نړیوال ترورېزم سره تړلي افراد او شبکې تر بندیزونو لاندې کړي.
پر دې اساس، د امنیت شورا په افغانستان کې پر یو شمېر وګړو چې له القاعده او طالبانو سره تړلې ګڼل کېدل، بندیزونه ولګول.
په تور لېست کې شامل شوي مشکوک وګړي سفر نه شي کولای او پانګه یې ګنل کېږي.
خو په ۲۰۱۱ میلادی کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو نوی پرېکړه لیک صادر کړ چې پر اساس یې طالبان د القاعده له شبکې جلا وګڼل شول.
هغه مهال په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره سوزان رایس وه.
رایس هغه مهال په یوه بیان کې ویلي وو چې دا طالبانو ته یو واضح پيغام و چې یوازې هغه کسان په افغانستان کې اینده لري چې له القاعده ځان بېلوي، له تشدده لاس اخلي او د افغانستان د اساسي قانون درناوی کوي.
له هغه راهیسې د طالبانو د یو شمېر مشرانو نومونه د امنیت شورا د بندیزونو له لېسته لېرې شوي دي.
خو کله چې د جنورۍ په اتلسمه په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت د ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد او د طالبانو د یو شمېر استازو د کتنې پلان لغوه شو، طالبانو په یوه بیان کې وویل چې دلیل یې د هغوی پر ځینو مشرانو د سفر بندیز و.
د را روانې دوشنبې په ورځ به د طالبانو د مذاکرو پلاوی په قطر کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره خبرې وکړي.
د طالبانو یوه مهم غړي د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط د جمعې په ورځ روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې له خلیلزاد سره به د نورو مسئلو ترڅنګ پر خپلو ځینو مشرانو د سفر د بندیز د لېرې کېدو په اړه خبرې وکړي.
زلمي خلیلزاد په همدې ورځ پر ټوېټر ولیکل چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په کتنه کې یې د طالبانو پر یو شمېر مشرانو د سفر د بندیز په اړه خبرې کړې دي.
روسیه او امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي دي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئيس محمد عمر داودزي ازادي راډیو ته وویل چې د امنیت شورا غړي به پر دې مسئلې بحثونه کوي، خو اساسي پرېکړې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ په مخامخ مذاکرو کې کېدلاې شي.
محمد عمر داودزی وویل:
"د امریکا خبرې له طالبانو سره د افغانستان د دولت په مشوره او اجازه واقع شوې، نو ان شاءالله زما په باور داسې حالت ته نږدې یوو چې د افغانستان د دولت یو ټول شموله ټیم به له طالبانو سره مخ په مخ مذاکرې ته کېني او هغه وخت چې افغانان مخامخ مذاکرې ته کېني، د خبرې حل نږدې کېږي."
ښاغلي داودزي وویل چې په قطر کې د دوشنبې د ورځې غونډې ته خوشبین دی، ځکه د هغه په وینا، د طالبانو مذاکره کوونکي به پر مهمو مسئلو لکه د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې له زیات صلاحیت سره له خلیلزاد سره خبرو ته کېني.