د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

اسرائیل د لومړي ځل لپاره یوه فضايي بېړۍ د سپوږمۍ پر لوري وتوغوله


د اسرائیلو تحقیقاتي بېړۍ
د اسرائیلو تحقیقاتي بېړۍ

اسرائیلو پرون د لومړي ځل لپاره یوه فضايي بېړۍ په بریالیتوب سره د سپوږمۍ پر لوري وتوغوله.

د اسرائیلو لومړنۍ فضايي بېړۍ پرون د امریکا له قلمروه د سپوږمۍ پر لور وتوغول شوه.

دا بېړۍ د SpaceX د خصوصي شرکت د فالکن ۹ توغندي په وسیله د امریکا د فلوریدا ایالت له کاناورال اډې څخه وتوغول شوه.

د اسرائیل توغول شوې بېړۍ
د اسرائیل توغول شوې بېړۍ

اسرائیل دې توغندي ته د بېرېشیت نوم ورکړی دی چې په عبري ژبه کې د خلقت په معنا ده.

د اسرائیل د فضايي صنایعو دولتي شرکت د سپېس ایل د خصوصي شرکت په مرسته دا پروژه د سل میلیون ډالرو په لګښت بشپړه کړه.

د سپېس اېل شرکت رئیس یینګال هارل ویلي چې د اسرائیل فضايي بېړۍ له الوتو سمدستي وروسته ځمکې ته د معلوماتو استول پیل کړل.

ښاغلي هارل زیاته کړه، له هرڅه مهمه دا ده چې اسرائیل د هغو هېوادونو په ډله کې شامل شو چې سپوږمۍ ته یې فضايي بېړۍ استولې دي.

د دې پروژې د بریالیتوب په صورت کې به اسرائیل د نړۍ څلورم هېواد وي چې سپوږمۍ ته بېړۍ استوي.

پخواني شوروي اتحاد، امریکا او چین له دې مخکې سپوږمۍ ته خپلې بېړۍ استولې دي.

د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتانیاهو د بېرېشیت د توغولو جریان په مستقیم ډول د ټلویزیون پر پرده وکوت او ویې ویل چې دا د اسرائیل په تاریخ کې یوه ډېره مهمه ورځ ده.

د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتانیاهو
د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتانیاهو

ښاغلي نتانیاهو زیاته کړه چې سپوږمۍ ته د فضایي بېړۍ استول د اسرائیل د ټکنالوژۍ په برخه کې یو لوی ګام دی.

د اسرائیلو فضايي بېړۍ به د ځمکې پر مدار د تاوېدو دایره ورو ورو پراخوي، تر څو چې د سپوږمۍ جاذبه یې خپل مدار ته راکاږي.

دا بېړۍ به د دوو میاشتو په اوږدو کې سپوږمۍ ته ورسېږي او تمه ده چې د اپرېل په یوولسمه به د سپوږمۍ پر غولي کېني.

د امریکا هوايي ځواک هم خپله کوچنۍ تحقیقاتي بېړۍ په دې توغندي کې ځای پرځای کړې ده.

دا بېړۍ به د یو کلن ماموریت په ترڅ کې د ځمکې پر مدار تاوېږي.

XS
SM
MD
LG