د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

ارګ: نن تر ناوخته به د انتخاباتي کمېسیونونو د کاندیدو کمیشنیرانو لېست بشپړ شي


د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د نن شپې تر ناوخته به د انتخاباتي کمېسیونونو د کمیشنیرانو پوسټ ته د کاندیدانو لېست بشپړ شي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د لېست له بشپړېدو وروسته به د کاندیدانو اسناد څېړل کېږي او بیا به د کميشنرانو د ټاکلو پروسه پيلېږي.

تېره اوونۍ ولسمشر د انتخاباتو د قانون تعدیل شوې طرحه د یوه فرمان په صادرولو سره توشېح کړه چې د قانون له نافذېدو سره سم جمهوري ریاست اعلان وکړ چې د نوي قانون په اساس د انتخاباتي کمېسیونونو کميشنران له دندو لېرې شوي.

د نوي قانون له مخې په عدلیې وزارت کې ثبت سیاسي ګوندونه او په انتخاباتو پورې اړوندې مدني ټولنې باید شااوخوا د ۹۰ کسانو لېست جمهوري ریاست ته وسپاري، څو ولسمشر له دې ډلې ۱۳ کسان د انتخاباتي کمېسیونونو کميشنرانو او دوه تنه هم د دغو کمېسیونو د درالانشاه د رئیسانو په توګه وټاکل شي.

په انتخاباتي قانون کې راغلي چې د کميشنرانو په ټاکل کېدو کې باید قومي او سمتي جوړښتونه په پام کې ونیول شي او په ټولو پنځلسو معرفي کېدونکو کسانو کې باید پنځه تنه یې ښځې وي.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات شااوخوا څلور میاشتې وړاندې ترسره شول، خو د ولسي جرګې کاندیدان وايي چې په انتخاباتو کې زیاتې درغلۍ شوي چې پخواني کميشنران هم په کې ښکېل دي.

بل خوا د انتخاباتو د څار یوشمېر بنسټونه وايي، د دوی له لوري ۱۵ کسیز لېست جمهوري ریاست ته سپارل شوی او اوس جمهوري ریاست د هغوی د اسنادو په څېړلو بوخت دی.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید له ازادي راډیو سره په خبرو کې له حکوت او د جمهوري ریاست له کاندیدانو وغوښتل چې وړ کسانو ته رأیه ورکړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید

​ده وویل:

"له ګوندونو او هم د جمهوري ریاست له کاندیدانو مو غوښتنه دا ده چې د دغو کسانو اسناد په دقت سره وڅېړي، ظرفیت او پاکوالی یې په نظر کې ونیسي او بیا دوی ته رأیې ورکړي."

اوس به ولیدل شي چې دغو کاندیدانو ته په نوي قانون کې د راغلیو شرایطو په پام کې نیولو سره رأیه ورکول کېږي که نه، دا به په راتلونکو څو ورځو کې معلومه شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG