د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

د ننګرهار ډاکتران، ډېری معتادین تر درملنې وروسته بیا نشو ته مخه کوي


آرشیف، یو شمېر هغه معتادین چې درملنه یې شوې ده
آرشیف، یو شمېر هغه معتادین چې درملنه یې شوې ده

په ننګرهار ولایت کې د معتادینو د درملنې د روغتون چارواکي وايي چې معتادین تر څو ځله درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه کوي.

په ننګرهار ولايت کې ډېری معتادین تر درملنې وروسته بېرته په نشو اخته شوي دي.

په ننګرهار کې د معتادینو د درملنې د روغتون مسؤلین وايي، ځیني معتادين تر څو ځله درملنې وروسته بیا په نشو اخته شوي دي.

د معتادینو د درملنې د يوه روغتون رئيس ډاکتر صميم ستانکزی وايي، ډېری داسې نشه يان شته چې تر څو ځله درملنې وروسته یې بېرته نشو ته مخه کړې ده.

ده وویل:

"کره شمېره يې موږ ته نه ده رامعلومه، خو یو شمېر ناروغان شته چې یو ځل، دوه ځله آن دا چې داسې ناروغانو بېرته نشو ته مخه کړې چې درې، څلور او پنځه ځله یې زموږ په روغتون کې درملنه شوې ده."

دا مهال د جلال اباد ښار په لارو کوڅو، پارکونو او لویو ويالو په څنډو کې ډله ډله معتادین تر شلېدلو څادرونو لاندې ناست او نشې کوي.

په دوی کې يو شمېر داسې کسان هم شته چې یو یا دوه ځله يې درملنه شوې، خو بېرته په نشو اخته شوي دي.

د جلال اباد ښار د سراج العمارت بڼ خواته شپه او ورځ په لسګونو معتادین ناست وي، په دوی کې ځیني يې وايي چې تر درملنې وروسته د بېکارۍ له امله يې بېرته نشو ته مخه کړې ده.

آرشیف، یو شمېر افغان معتادین
آرشیف، یو شمېر افغان معتادین

دوی زیاتوي:

"کله چې کار او مصروفیت نه وي، سړی مجبورېږي چې بېرته نشو ته مخه کړې، څلور ځله مې ځان بستري کړی، خو تر درملنې وروسته بېرته په دې مرض اخته شوی یم."

"اصلي علت يې بېکاري ده، نو ځکه معتادین خپل ډېری وخت پر نشو تېروي."

"لنډ وایم چې بېکاري په نشو د بېرته اخته کېدو لوی عامل دی، ډېری ځوانان د بېکارۍ له وجې بېرته نشو ته مخه کوي، بله خبره دا ده چې که اوبه له پورته بندې نه شي او په لویه کچه د نشه يي موادو مخنیوی و نه شي، په دې ډول یې مخه نه نیول کېږي چې پولیس موږ معتادین یوې او بلې خوا ته په منډه کړي."

ډاکتر صمیم ستانګزی بیا په نشو باندې د بیا اخته کېدلو مهم لامل دا بولي چې معتادین تر درملنې وروسته له خپلو پخوانیو ملګرو سره کېني، نو بايد دوی د ډېر وخت لپاره د خپلو کورنيو او خپلوانو له خوا وڅارل شي.

نوموړي وویل:

"هره ناروغي لاملونه لري، د نشې د بېرته را ګرځېدو یو لامل دا دی چې د نشې د اصلي عامل درملنه نه کېږي، معتادین بېرته له خپلو پخوانیو او بدو ملګرو سره ګرځي، درېمه خبره دا ده چې نشه يې موادو ته اسانه لاسرسی لري او بل دا چې معتادین یوې دوامدارې درملنې او دوه درې کاله جدي څارنې ته اړتیا لري چې نشه يي مواد پرېږدي."

د یادونې وړ ده چې په ننګرهار کې د معتادینو روغتون (۱۷۰) بستره لري چې شل بستره یې د ماشومانو لپاره دي، خو دا مهال (۲۰۰) غټان معتادین پکې بستري دي.

طبي ډاکتران وايي چې که د معتادینو د درملنې موده زیاته شي، دغه ډول تر درملنې وروسته دوی ته يو سالم مصروفيت پېدا شي، نو ډېری معتادین به بېرته خپل عادي ژوند ته راوګرځي.

راپور: شاه محمود شینواری

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG