د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

د غزني اوسېدونکي وېره لري چې د هوا په تودېدو به په غزني کې جګړه زور واخلي


د غزني ښار
د غزني ښار

د غزني د ولایتي شورا غړي، مدني فعالان سیاسي شنونکي او ولسي خلک په دغه ولایت کې د هوا له تودېدو سره د جګړو د ګرمېدو وېره لري.

دوی وايي، اوس هم وسله وال د ښار څلورو دروازو ته رسېدلي او د ولسوالیو ترڅنګ مرکز هم تر سختو تهدیدونو لاندې دی، خو که مرکزي حکومت ورته پاملرنه ونه کړي، نو شاید چې دغه ولایت له سقوط سره مخ شي.

مدني فعال حسن حلالزی وايي:

"له تېرې څه باندې یوې لسیزې را وروسته د غزني خلک له پسرلنيو عملیاتو سره مخ کېږي، خو دا ځل به دغه عملیات خطرناک وي، ځکه دا ځل وسله وال زیات ښار ته نږدې شوي دي.

د ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي وايي:

د غزني د ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي
د غزني د ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي

"که د ژمې له سړې هوا په استفادې سره د وسله والو په وړاندې پوځي عملیات ترسره نه شي، نو د غزني د مرکز ترڅنګ به په ولسوالیو کې هم سختې جګړې رامنځته شي."

په افغانستان کې د سیاسي احزابو د سیاسي کومېټې غړی احسان الله صدیق بیا باوري دی چې د غزني په برخه کې کوتاهي شوې ده.

ده ازادي راډیو ته وویل:

"د مرکزي حکومت له لورې د غزني له ولسونو سره توپیري چلند شوی، داسې چارواکي په دندو ګمارلل شوي چې په نورو ولایتونو کې ناکام شوي، ځکه یې امنیتي وضعیت ورځ تربلې خرابېږي."

عبدالرحمن مصلح چې د غزني په حالاتو پوره نظر لري، وايي چې په غزني کې د جګړې تود ډګر هم د دې سبب کېږي چې حکومت ورڅخه پام اړولی، نو دا دی چې له سقوط سره مخ دی.

نوموړی وایي:

"غزني تر حکومت وسله والو طالبانو ته زیات مهم دی، ځکه چې دا ولایت یو ستراتیژیک اهمیت لري، د اتو ولایتونو په منځ کې پروت ولایت دي او د ډیورند کرښې سره هم پوله لري، خو دولت یې اهمیت له پامه غورځولی دی، شاید چې د هوا له ګرمېدو سره سقوط شي."

بل لور ته د غزني امنیه قوماندان جنرال غلام داود تره خېل وايي، په دا وروستیو کې پر وسله والو طالبانو د زیاتو هوايي بریدونو او چاپو له امله هغوی د جګړې توان له لاسه ورکړی.

د غزني امنیه قوماندان جنرال غلام داود تره خېل
د غزني امنیه قوماندان جنرال غلام داود تره خېل

دی زیاتوي:

"د دوی پولیس، اردو او د ملي امنیت سرتېرې په جګړه کې غښتلي دي، خلکو ته ډاډ ورکوم چې وسله وال به ځپل کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ځینو نورو ناامنو سیمو په څېر په غزني کې هم له تېرې څه باندې یوې لسیزې د ژمي له تېرېدو او د هوا له ګرمېدو وروسته جګړې تودېږي، خو دغه شنونکي یې سږنی موسم خطرناک ښيي.

د تېر کال د اګست د میاشتې په لسمه هم غزنی د یوې خونړۍ جګړې شاهد و چې تر زرو زیات وسله وال طالبان، امنیتي سرتېري او ولسي خلک په کې ووژل شول، سلګونه نور په کې ټپیان شول، خو د دې ترڅنګ سلګونه دوکانونه وسوځېدل.

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

XS
SM
MD
LG