د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

افغان حکومت: هڅه کوو چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې هېڅ ماشوم له ښوونځي پاتې نه‌شي


د هلمند د یوه ښوونځي په ټولګي کې زده‌کوونکي ماشومان
د هلمند د یوه ښوونځي په ټولګي کې زده‌کوونکي ماشومان

افغان حکومت هڅه کوي چې تر ۲۰۳۰ میلادي کاله پورې هېڅ ماشوم له ښوونځي پاتې نه‌شي او ټولو خلکو ته په هېواد کې د تعلیم زمینه مساعده شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د يونېسف ادارې او د نړیوالو سازمانونو د ټولنې په همکارۍ په کابل کې «پوهنه تم کېدلای نه‌شي» په نوم د پروګرام پرانیسته وکړه.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې د پرانیستې په دغو مراسمو کې يې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۲» ګډون درلود، دغه پروګرام مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې د دغه پروګرام د ښه پلي کېدو لپاره د حکومت تر څنګ خلک هم باید همکاري وکړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

نوموړي زیاته کړه:

"په تعلیم او ثبات پانګونه د هېواد مادي او معنوي وده او پراختیا ده، دغه پروګرام له يوه اړخه تمویل ده او له بله اړخه زموږ د ټولو هڅې او کوښښونه دي، دا يوازې حکومت پورې اړه نه‌لري، بلکې په‌دې برخه کې د خلکو هر اړخیزه همکاري او پاملرنه موږ سره مرسته کوي."

ښاغلی عبدالله دا شان وویل، هره هغه ډله چې چې هڅه کوي افغان ماشومان بې‌تعلیمه پاتې شي په‌خپلو دغو هڅو کې ناکام دي.

نوموړي له امنیتي بنسټونو هم وغوښتل چې په ښوونځیو کې دې د پوستو جوړولو سره زده‌کوونکو او ښوونکو ته ستونزې نه پیدا کوي.

د افغانستان حکومت "پوهنه تم کېدلای نه‌شي" د پروګرام په لومړیو درېیو کلونو کې غواړي چې هر کال له ښوونځیو بهر نیم میلیون ماشومان تر خپل پوهنیز او رزونیز چتر لاندې راولي.

په‌دغه پروګرام په ټوله کې ۱۵۷ میلیونه ډالر لګښت راغلی چې د "پوهنه تم کېدلای نه‌شي" یا «ECW» په نوم بنسټ له‌خوا برابر شوی چې د يوه پراخ ائتلاف د ملي او نړیوالو سازمانونو له‌خوا عملي کېږي.

جنګ، بې‌وزلي، کډوالي او اقتصادي ستونزې هغه عمده عوامل دي چې له امله‌یې په تېرو څو کلونو کې ماشومان ښوونځیو ته له تګه پاتې شوې دي.

د "پوهنه تم کېدلای نه‌شي" د بنسټ رئیس ياسمین شریف په دغه ناسته کې وویل چې د باکیفیته روزنې له لارې دوی په افغانانو پانګونه کوي او د دوی استعدادونو ته په ودې ورکولو سره غواړي دوی پياوړي کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي وویل چې د بېلابېلو عواملو له امله اوس‌مهال په ټول هېواد کې ۳،۷ میلیونه ماشومان له ښوونځیو بهر پاتې دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي
د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي

نوموړي په دې اړه اندېښنه وښوده او دغه موضوع‌یې ټکان ورکوونکې وبلله.

ښاغلي بلخي زیاته کړه:

"د هغو هېوادونو په ډله کې چې له ښوونځیو بهر ماشومان لري له بده مرغه افغانستان‌یې په سر کې دی، د افغانستان د پوهنې وزارت او يونېسف موندنې ښيي چې په افغانستان کې ۳،۷ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته نه‌ځي چې دا يو ټکان ورکوونکی شمېر دی."

خو نوموړي ټینګار وکړ چې د پوهنې په لسیزه کې هڅه کوي چې دغه ستونزه هواره شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، د ۳،۷ میلیونه هغو ماشومانو له ډلې چې ښوونځیو ته نه‌ځي ۷۵ سلنه‌یې نجونې دي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG