د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۳۱

انګلستان په لومړۍ لوبه کې وېسټ انډيز ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړه

ارشیف،ویسټ انډيزي لوبغاړي
ارشیف،ویسټ انډيزي لوبغاړي

انګلستان د کرکټ د پنځو يو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې وېسټ انډيز ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړه.

د دغې لوبې پچه وېسټ انډيز وګټله او لومړی يې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۸ وېکټو په زیان سره د کرېس ګېل د ۱۳۵ منډو پر مټ انګلنډۍ لوبډلې ته د ۳۶۱ منډو لوی هدف وټاکه.

په ځواب کې انګلنډۍ لوبغاړو ډېره په زړه پورې توپ‌وهنه وکړه او د جیسن رای او جی روټ د سلیزو پر مټ‌یې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۴۹ اوور کې د ۴ وېکټو په زیان سره پوره او لوبه‌یې خپله کړه.

جیسن رای چې د انګلستان په ګټه‌یې په ۸۵ بالونو ۱۲۳ منډې وکړې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه يوه ورځنۍ لوبه د جمعې په ورځ د وېسټ انډيز په برنګټین کې وشي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG