د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۷

په کابل کې د تکواندو نهم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

ارشیف/ په هرات کې د افغان تکواندو کوونکو نجونو تمرینات
ارشیف/ په هرات کې د افغان تکواندو کوونکو نجونو تمرینات

په کابل کې د نویو ځوانانو د تکواندو نهم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې روزونکي بشیر ترکي پنجشنبې ازادي راډیو ته وویل چې په‌دغو سیالیو کې له کابل ولایت څخه ۹۸ لوبغاړو په ۲۷ لوبډلو کې ګډون کړی دی.

ښاغلی ترکی وايي، دغه سیالۍ په لسو وزني کټه‌ګوریو کې د کب میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر څلورمې نېټې پورې د بدني روزنې ریاست په جمنازیوم کې ترسره کېږي.

د نوموړي په خبره، د دغو سیالیو هدف د نویو ځوانانو د ملي لوبډلې ټاکنیزو سیالیو لپاره د ۴۰ غوره څېرو ټاکل دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG