د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

سوداګرو د تورخم لويه لار د اعتراض په ډول د دوو ساعتونو لپاره بنده کړې وه


ارشیف، په تورخم کې ولاړې موټرې
ارشیف، په تورخم کې ولاړې موټرې

په تورخم کې مېشتو سوداګرو او د اصناف اتحاديې د تورخم لویه لاره د دوو ساعتونو لپاره بنده کړې وه.

دوی وايي، له تېرو درېیو مياشتو راهیسې د اسلام‌قلعه او د هرات په ګمرکاتو کې د تورخم سوداګرو د پرزو لويې کانټینرې درولي او له دې امله هره ورځ په لکونو افغانۍ سوداګرو ته تاوان رسېږي.

د تورخم د اصناف اتحادیې مشر حاجي خليل وايي، له تېر یو نیم کال راهیسې دوی د خارجه لاس موټرو پرزې راوړلې او مالیه وزارت ورته اجازه ورکړې، خو اوس یوازې د هرات په ګمرکاتو کې د دوی موټرې درول شوې دي.

نوموړی وايي:

"د دې موږ ته قانوني اجازه شوې سره له پرزه‌جاتو، هغه کانټینرې چې شپږ خارجه لاس موټرې ولري د پرزو لپاره قانوني اجازه‌يې راکړې، موږ ته‌يې ویلي و چې دا پرزې راوړلی شئ چې دلته خلک پرې مصروف واوسي، خو اوس زموږ د موټرو تعرفې تحویل شوي، خو اجازه نه‌ورکوي."

په هرات کې د ازادي راډيو د خبریال په مرسته مو هڅه وکړه چې په‌دې اړه د هرات ګمرک د مسؤلینو نظر له ځانه سره ولرو، خو بریالي نه‌شوو.

ارشیف، په تورخم کې ولاړې موټرې
ارشیف، په تورخم کې ولاړې موټرې

خو د تورخم سوداګر وايي، دوی خپل غږ د ماليې وزارت تر مسؤلینو رسولی، ولې هغوی ورته قناعت ځکه نه‌دی ورکړی چې دوی وايي، دغه درول شوي موټرې د ماليې وزارت د پخوانۍ طرحې پر اساس راغلي، تعرفه‌يې ورکړې ولې بیا هم درول شوي.

دوی زیاتوي:

"د ماليې وزارت د پخوانۍ طرحې پر اساس زموږ سوداګرو افغانستان ته کانټینرې راوارد کړې دي باید اجازه ورکړل شي او که وزارت بله نوې طرحه جوړوي، موږ يې په اینده کې عملي کولو ته ژمن یو. موږ د وزارت مسؤلینو نه همدا غوښتنه وکړه چې دا درې میاشتې وشوې زموږ دا موټرې د زړې طرحې پر اساس راغلي او درول شوي، که نوې لایحه لري موږ سره‌يې شریکه کړئ چې اینده کې بیا د هماغې مطابق عمل وکړو."

د سوداګرو په خبره سلګونه موټرې ولاتړې دي او هره ورځ د یوه موټر په سر درې زره افغانۍ جمعه کېږي چې په ټوله کې په ميلیونونه افغانۍ تاوان سوداګرو ته رسېدلی.

دوی د چهارشنبې په ورځ د اعتراض په ډول له نهه نیمو بجو څخه تر ۱۱ نیمو بجو پورې د تورخم لاره تړلې وه او په وینا يې که غوښتنې يې ونه‌منل شي، نو دوی به د شنبې په ورځ د تورخم لویه لاره د ۱۰ ساعتونو لپاره بنده کړي.

د دې راپور غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:08 0:00
مستقیم لېنک

راپور: شاه‌محمود شينواری

XS
SM
MD
LG