ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د کابل په وخت د مازدیګر پنځه نیمې بجې د هند په دهرادون ښار کې د ۲۰ اورونو لوبه پیل شي.
د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسؤل فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل:
"د افغانستان کرکټ ټیم د ایرلنډ په وړاندې لومړۍ لوبه د ۲۰ اورونو کوي، د دې سفر په لړ کې به افغانستان له ایرلنډ سره درې ۲۰ اوریزې، ۵۰ اوریزې او یوه ټېسټ لوبه ترسره کړي."
د افغانستان کرکټ بورډ د دې لوبو لپاره وار له مخه ۴۵ لوبغاړي هند ته استولي وو چې تمرینات ترسره کړي.
دا لوبې نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره ترسره کېږي.
نړیوال جام د مې په ۳۰مه په انګلستان کې پیلېږي او د جولای په ۱۴مه پای ته رسېږي.