وروسته له هغې چې راپورونه خپاره شول، عصمتالله عليزاده د افغانستان پوځي پوهنتون ته لار نهده موندلې، ولسمشر محمد اشرف غني مسؤلانو ته لارښوونه وکړه چې عليزاده د برياليو محصلانو په لېست کې شامل کړي.
عصمتالله عليزاده په اصل کې د ارزګان د خاص ارزګان ولسوالۍ اوسېدونکى دى.
دى چې ٢٠ کلن دى، له پوځي مسلک سره ډېره مينه لري، د سږ کال په تلې میاشت کې د مارشال فهيم په دفاعي پوهنتون کې يې د شموليت لپاره د کانکور ازموينه ورکړه.
هغه د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۱» ازادي راډيو ته وويل:
"ما سږ کال د تلې يا ميزان په ١٧مه په پوځي اکاډمۍ يعنې د مارشال فهيم په دفاعي پوهنتون کې د کانکور ازموينه ورکړه او نتيجې ته په تمه وم، درې شپې مخکې مې په فېسبوک کې وليدل چې ٣١٢.٥ نمرې مې وړي، خو ناکام اعلان شوى يم، خپل ايډي نمبر مې وليکه، ومې ليدل چې نتيجه دغسې ده."
عصمتالله عليزاده چې د کورنۍ مشر زوى دى، دوه وروڼه او پنځه خويندې لري.
دى وايي، اقتصادي وضعيتيې ښه نهدى او پلار يې هم د کرنې په چارو بوخت دى.
عليزاده وايي، خاص ارزګان ولسوالۍ ناامنه ده او ښوونځى یې د غزني په مالستان ولسوالۍ کې ويلى.
ده زیاته کړه:
"څرنګه چې خاص ارزګان ولسوالي ناامنه ده او هلته د تعليم امکانات نهشته، ما د مالستان ولسوالۍ په يوه ښوونځي کې زدهکړې کړې دي چې له کوره مو څو کېلو متره لیرې و چې پنځه ساعته مو په پښو مزل کاوه."
دا چې له دومره لوړو نمرو سره سره عليزاده نهو توانېدلى چې د مارشال فهيم دفاعي پوهنتون ته لار پيدا کړي، دا موضوع په ټولنيزو رسنيو کې ډېره مطرح شوه.
عليزاده وايي، دا د دې سبب شو چې ولسمشر ورسره مخامخ وګوري.
دی وایي:
"ولسمشر ژمنه وکړه چې ما ته به خپل حق راکوي او په پوځي اکاډمۍ يعنې د مارشال فهيم په دفاعي پوهنتون کې به مې شاملوي."
تر دې مخکې ويل شوي وو چې عصمت عليزاده به د هغه څه له کبله چې قومي ونډه بلل شوې وه، په کاميابو محصلانو کې نهشمېرل کېږي.
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمد الله محب په خپل ټویټر کې ليکلي چې دا ډول تبعيض د منلو وړ نهدى.
هغه ليکلي، د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو په چوکاټ کې د شموليت لپاره وړتيا او هېواد پالنه يوازنى معيار دى.
د دغه پوهنتون محصلان تر څلور کلن تحصيل وروسته په ملي اردو کې شاملېږي.