د افغانستان د مشرانو جرګې امنیتي او د فاعي کمېسیون وايي، د هېواد امنیتي ځواکونو له غیر مسؤله کسانو او ډلو د وسلو په راټولولو کې بېپروايي کړې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تل له غیر مسؤله کسانو او ډلو د وسلو د راټولولو خبره کړې، خو تر اوسهیې په اړه لازم اقدامات نهدي شوي.
د افغانستان د مشرانو جرګې امنیتي کمېسیون د دغه مطلب په څرګندولو سره وايي، غیر مسؤله وسلهوال کسان او ډلې په هېواد کې په جدي توګه د امنیت د ټینګښت او د قانون د پلي کېدو خنډ شوي دي.
د دغه کمېسیون رئیس محمد هاشم الکوزي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۱» ازادي راډیو ته وویل، د دوی له بیا بیا غوښتنو سره سره د افغانستان امنیتي ځواکونو له غیر مسؤله وسلهوالو کسانو او ډلو څخه د وسلو د راټولولو په برخه کې کمزوری عمل کړی دی.
ده وویل:
"غیر مسؤله ټوپکوال د افغانستان د خلکو لپاره د سرطان د دانې په څېر او د منلو نهدي، په هر ولایت کې چې زورواکي او غیر مسؤلې وسلهوالې ډلې شته، قانون پهکې نهشي پلی کېدای، د دوی وسلې باید ژر تر ژره راټولې شي، دغه موضوع مو څو ځلې له اړوندو وزیرانو سره شریکه کړې، خو په خواشینۍ سره چې تر اوسه عملي شوې نهده."
دی ټینګار کوي چې اوسمهال یوازې په کابل کې ۴۵ زره غیر مسؤله وسلهوال شته چې فعالیتونو یې خلک اندېښمن کړي دي.
دا اندېښنې په داسې حال کې کېږي چې په شمال کې د ډایاک یا له غیر مسؤله وسلهوالو د وسلو د راټولولو د پروګرام مسؤل عبدالمنان عابد ویلي چې یوازې په شمالي زون کې شااوخوا ۲۵۰۰ غیر مسؤلې وسلهوالې ډلې شته.
ښاغلي عابد ویلي چې د دغو غیر مسؤله وسلهوالو ډلو ډېرېدل چې د ځینو سیاسي ګوندونو ملاتړ ورسره دی، په نا امنیو کې مهمه ونډه لري.
په ورته وخت کې د امنیتي چارو پوه باري عارض وايي، د ځینو دولتي کړیو لهخوا د غیر مسؤله وسلهوالو ډلو ملاتړ، د دغو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو اصلي لامل دی.
نوموړي زیاته کړه:
"خپلسرې وسلهوالې ډلې ډېرې دي، دغه ډلې د ځینو دولتي څېرو او تنظیمونو ملاتړ له ځان سره لري او ځینې دغه ډلې په خپل سر عمل کوي او همدغو خپلسرو وسلهوالو امنیت ته ستونزې جوړې کړې دي."
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کورنیو چارو د وزارت نظر ولرو، خو له بیا بیا اړیکو سره هم ونهتوانېدو.
دغه وزارت مخکې له دې ډېر ځله ویلي، له غیر مسؤله وسلهوالو کسانو او ډلو وسلې راټولېږي او تېر کال په پروان ولایت کې د دغه پروګرام د پیلېدو خبره شوې ده.
خو د مشرانو جرګې امنیتي او دفاعي کمېسیون وايي، له غیر مسؤله وسلهوالو ډلو د وسلو د راټولولو لپاره هېڅ اراده نهشته او دا شان څرګندونې یوازې شعار دی، نه عمل.
راپور: خان محمد سیند