د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

لویه څارنوالي د انتخاباتي کمېشنرانو د دوسیو په اړه د شواهدو په راټولولو بوخته ده


د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي
د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د عزل شويو انتخاباتي کمېشنرانو د انتخاباتي جرمونو په اړه د اسنادو او شواهدو په راټولولو بوخته ده.

لویه څارنوالي وايي چې له دندو د لیرې شویو انتخاباتي کمېشنرانو د دوسیو د پلټنې لپاره په دغه اداره کې لوړپوړی او باصلاحیته پلاوی توظیف شوی دی.

د دغې ادارې ویاند جمشید رسولي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۱» په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه پلاوی له کشفي، امنیتي ارګانونو او له خلکو د اسنادو او شواهدو په راټولولو بوخت دی.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ لوحه
د افغانستان د لویې څارنوالۍ لوحه

ده وویل:

"زموږ همکاران د اسنادو، شواهدو او مدارکو په راټولولو بوخت دي، د موضوع د څېړنې لپاره هر اړخیز پلان چمتو شوی، هر وخت چې پلاوی لازمه وبولي، له کمېشنرانو به هم پلټنې وشي."

تېره اوونۍ افغان ولسمشر د یوه تقنیني فرمان له مخې د انتخاباتو نوی قانون توشېح کړ چې په قانون کې له راغلو مادو سره سم له نافذېدو وروسته د انتخاباتي کمېسیونونو ۱۲ کمېشنران له دندو ګوښه شول.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني سپارښتنه کړې چې د انتخاباتي کمېسیونونو کمېشنران د پارلماني انتخاباتو پروسې تر پای پورې له هېواده دباندې د سفر اجازه نه‌لري.

لویه څارنوالي د کشفي او امنیتي ادارو او د خلکو له لوري د ورسپارل شویو اسنادو له مخې د ګوښه شویو کمېشنرانو دوسیې پلټي.

بل‌خوا د دواړو کمېسیونونو لیرې شویو کمېشنرانو په یوې ګډې اعلامیه کې د انتخاباتو په قانون کې تعدیل د افغانستان د اساسي قانون خلاف بللی او د دوی لیرې کول‌یې یوه سیاسي دسیسه بللې ده.

په ورته وخت کې حقوقي کارپوهان وايي، لویې څارنوالۍ که په پلټنو کې تورونه ثابت کړل، تورن کسان باید د زیاتو پلټنو لپاره محکمې ته معرفي کړي.

افغان کارپوه کبیر رنجبر
افغان کارپوه کبیر رنجبر

​د دغو کارپوهانو له ډلې کبیر رنجبر ازادي راډیو ته وویل:

"کله چې اسناد موجود وي، څارنوالۍ مکلفه ده چې بې‌پرې او هر اړخیزه څېړنه وکړي، هغه څه معلوم کړي چې څوک د جرم مرتکب شوی."

شااوخوا څلور میاشتې وړاندې د ولسي جرګې انتخابات ترسره شول، خو په انتخاباتو کې د زیاتې درغلۍ له امله تر اوسه هم د دغو انتخاباتو وروستي او بشپړ نتایج نه‌دي اعلان شوي.

د ولسي جرګې یو شمېر کاندیدانو او د انتخاباتو د څار بنسټونو د انتخاباتي کمېسیونونو پر کمېشنرانو له دندې د ناوړې استفادې تور پورې کړی.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG