د افغانستان د ولسي جرګې دفاعي او امنیتي کمېسیون ټینګار کوي چې د امنیتي ارګانونو افسران او سرتېري چې د مخالفینو په بریدونو کې ټپیان او یا وژل کېږي، ټپیان دې پرته له ځنډه روغتونونو او وژل شوي دې اړوندو ولایتونو ته ورسول شي.
وروسته له هغې چې په شمالي ولایت کندز کې یوه ځوان د دې له امله ځان وواژه چې د امنیتي سرتېرو په لیکو کې يې پلار د مخالفینو په یوه حمله کې ووژل شو او جسد يې څو ورځې په قول اردو کې پاتې شو، د افغانستان د ولسي جرګې دفاعي او امنیتي کمېسیون وايي، د درې ګونو امنیتي ارګانونو افسران او سرتېري چې د هېواد له ملي حاکمیت او د خلکو له امنیته د دفاع په لاره کې ټپیان او یا هم وژل کېږي، مسلم حق لري چې ټپیانیې پرته له ځنډه روغتونونو او د وژل شویو جنازې یې مربوطو ولایتونو ته ولېږدېږي.
د دغې جرګې د د فاعي او امنیتي کمېسیون غړي خالد پشتون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۱» په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"په خواشینۍ سره امنیتي ارګانونه اکثره د الوتکو د کموالي خبرې کوي، خو یو څه بېکفایتي به هم پهکې وي، موږ ډېر ځله دا شان عمل غندلی او په جدي توګه مو غوښتي چې دا کار خاتمه پیدا کړي، هیله ده چې دا مړینه اخري وي او بیا داسې قضیه تکرار نهشي."
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کندز کې د بدخشان اصلي اوسېدونکي یوه ځوان له دې امله ځان وواژه چې د وسلهوالو مخالفینو په برید کې یې د وژل شوي افسر پلار جنازه څو ورځې په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې پرته وه او کندز ولایت ته ونهلېږدېده.
د کندز ولایت د پولیسو مسؤلین وايي، د ملي اردو دغه افسر په فاریاب ولایت کې له وسلهوالو مخالفینو سره په جګړه کې وژل شوی او جسد یې ۲۰۹ شاهین قول اردو ته لېږدول شوی، خو د هوا د خرابوالي له امله ونهتوانېدو چې کندز ولایت تهیې ولېږدوو.
د دغه ولایت د پولیسو ویاند انعامالدین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د دغه هلک پلار په فاریاب ولایت کې صاحب منصب و او شهیدېږي، جسد یې قول اردو ته لېږدول کېږي، تصمیم نیول شوی و چې د کندز فرقې تهیې ولېږدوي، خو د هوا د خرابوالي له امله الوتکو پروازونه نهلرل او دغه لېږد وځنډېد، زموږ هوايي ځواکونه او ملي اردو دنده لري او مصمم دي چې ټپیان او شهیدان د هېواد هرې سیمې ته ولېږدوي."
دا لومړی ځل نهدی چې له مخالفینو سره په جنګ کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ټپي شوي او یا وژل شوي افسران او سرتېري مناسبو ځایونو او مرکزونو ته پر وخت نهلېږدېږي، بلکې په دې هکله پخوا تر دې هم شکایتونه موجود وو.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د دفاع وزارت د چارواکو نظر ولرو، خو ټيليفونونو ته مو ځواب ونهویل شو.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د دغه وزارت منسوبینو ته په خپلې لومړۍ وینا کې ویلي چې وروسته له دې به د ملي اردو د ټپي افسر او سرتېري د جنګ په ډګر کې پاتې نهشي او د ده لومړیتوب دی چې پرته له ځنډه خوندي مرکز او ځای ته ولېږدول شي.
راپور: خان محمد سیند