د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

پلاوی: په ۱۳۹۷ کال کې ۶۵۰ افغان زندانیان له ایرانه افغانستان ته انتقال شوي


ارشیف، د کندهار زندان
ارشیف، د کندهار زندان

د افغان زندانیانو د انتقال پلاوی وايي، په ۱۳۹۷ لمریز کال کې نږدې ۶۵۰ افغان زندانیان له ایرانه افغانستان ته انتقال شوي دي.

دا پلاوی وايي، په ایران کې دا مهال څلور تر پنځو زرو پورې افغانان په بېلابېلو جرمونو بندیان دي، خو په تېرو څو کلونو کې په مجموعي ډول ۱۲۸۰ تنه بندیان بېرته هېواد ته انتقال شوي دي.

د دغه پلاوي مشر عزیز احمد سرباز د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۱» په یوه خبري کنفرانس کې وویل، په‌دې شمېر بندیانو کې ۶۵۰ تنه هغه بندیان دي چې څو اوونۍ مخکې انتقال شول او دا مهال د افغانستان په زندانونو کې دي.

ارشیف، د کندهار زندان
ارشیف، د کندهار زندان

نوموړي په دې خبرې له ټینګار سره چې دغه پروګرام به دوام وکړي وویل:

"د راتلونکي کال په لومړۍ او دوهمه ربع کې به نږدې یو زرو ۵۰۰ تر دوه زره پورې نور بندیان هم انتقال شي، په ډېر معیاري توګه په‌دې برخه کې کار شوی او دا پروګرام به دوام وکړي."

د افغانستان او ایران ترمنځ په ۱۳۸۷ کې د بندیانو د تبادلې توافق‌نامه لاسلیک شوه.

تر دې تړون وروسته ۵۸۰ افغان زندانیان له تاجکستانه هم افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د ایران او تاجکستان په څېر افغانستان له روسیې سره هم د بندیانو د تبادلې تړون لاسلیک کړی، خو د دغو هېوادونو تر څنګ ګڼ افغانان په پاکستان او یو شمېر عربي هېوادونو کې زنداني دي چې ځینو یې ازادي راډیو ته د ټیلیفوني پیغامونو له لارې شکایتونه ثبت کړي او له افغان چارواکو یې غوښتي دي چې د دوی غم وخوري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، کورنیو چارو وزارت او لویې څارنوالۍ په همکارۍ افغان زندانیان له ګاونډیو هېوادو افغانستان ته انتقالېږي.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د دغو بندیانو له انتقال وروسته د کاري پروسې په اړه معلومات ورکړل.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي
د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

نوموړي زیاته کړه:

"کاري پروسیجر دا دی چې د دوی ټول لېست او شهرت او د جرم د نوعیت په تړاو ټول معلومات سترې محکمې ته لېږل کېږي او ستره محکمه د شوې هوکړې پر اساس د یوې قضیايي پروسې پر اساس لویه څارنوالۍ د پروسې د پلي کولو دنده لري."

دا په‌داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په لسګونه افغانان په ایران کې اعدام شوي چې د عامو افغانانو پراخ غبرګونونه‌یې راپارولي وو.

خو اوس افغان حکومت هیله‌مند دی چې په ایران کې شته ټول افغان بندیان د بند نوره موده په خپل هېواد کې تېره کړي.

په ایران کې د بندي افغانانو شمېره پنځو زرو ته رسېږي چې ډېر یې د نشه‌یي توکو په تور نیول شوي او له مودو راهیسې هلته د بند شپې تېروي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG