افغان حکومت وايي، د سولې اعلان شوی ۱۲ کسیز حکومتي پلاوی د اړتیا پر مهال بدلېدای شي.
وروسته له هغې چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان حکومته د سولې د خبرو لپاره د یوه پیاوړي ټیم د جوړېدو غوښتنه وکړه، ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د سولې په اعلان شوي حکومتي پلاوي کې د اړتیا پر مهال بدلون راتلی شي.
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۱» ازادي راډيو ته وویل، حکومت د سولې د مذاکراتو لپاره یو ۱۲ کسیز مرکچي ټيم مخکې جوړ کړی چې په هغه کې د بدلون د رامنځته کېدو احتمال شته.
دی وایي:
"زمو د سولې په پلان کې راغلي دي چې د سولې مذاکره کوونکی ټیم ۱۲ کسه دی، خو ولې د بدلون امکانيې شته، هر وخت چې اړتیا شوه، زیات امکان شته چې بدلون پهکې راشي."
د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ له طلوع ټلوېزیون سره مرکه کې هیله ښودلې چې باید د افغان حکومت په مشرۍ د افغانستان له ټولو سیاسي ګوندونو یو "ګډ، قوي او ملي ټیم" جوړ شي چې په قطر کې د مذاکراتو بل اړخ وي.
ښاغلي خلیلزاد همدا شان ویلي، داسې یو مرکچي ټيم ته اړتیا شته چې بااعتباره وي او د نورو سیاسي ډلو استازي هم پهکې وي.
هغه زیاته کړه، په افغانستان کې سوله یوازې په هغه صورت کې ټینګېدای شي چې د افغانانو ترمنځ که په حکومت کې دننه دي که بهر، یووالی، اجماع او توافق وي.
یوې حکومتي سرچینې چې نهيې غوښتل نوميې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې حکومت اوسمهال د سولې لپاره د یوې ملي اجماع د جوړولو هڅه کوي.
دغې سرچینې همدا شان وویل چې له اعلان شوي ټیم سره طالبان او خلیلزاد مخالفت لري، نو حکومت به د ملي اجماع له رامنځته کېدو وروسته د یو ملي ټیم د جوړولو لپاره کار پیل کړي.
افغان حکومت څه موده مخکې د ولسمشر د دفتر د رئیس سلام رحیمي په مشرۍ د سولې د خبرو اترو ۱۲ کسیز دولتي ټیم اعلان کړ چې په لاندې ډول دی:
د ولسمشر د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي
د پوهنې وزیر محمد میرویس بلخي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیره حسینه ساپۍ
د لوړو زدهکړو د وزارت معین عبدالتواب بالا کرزی
د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت مرستیاله ډاکتره عالمه
د ملي امنیت د لوی ریاست مرستیال جنرال عبادالله عباد
د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي
د علماوو شورا غړی عطالله لودین
د پکتیا والي شمیم خان کټوازی
د سترې محکمې غړی عبدالله عطايي
د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي چارو رئیس توریالی غیاث
او د حج او قافو سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب
د ولسمشر له لوري په دغه اعلان شوي ټیم د مسکو په ناسته کې چې طالب استازو او یو شمېر افغان سیاستوالو پهکې برخه اخیستې وه، انتقاد وشو.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم له حکومته غواړي چې د سولې په اعلان شوي پلاوي کې دې بدلون راولي.د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړی صالح محمد صالح
د دغې جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړي صالح محمد صالح ازادي راډيو ته وویل:
"کوم ۱۲ کسیز ټیم چې حکومت اعلان کړی، دا ډېر کمزوری ټیم دی، مطرح نهدی، پهکار ده چې په دې کې له حکومته بهر هغه مشران چې د افغانستان له اوسنيو حالاتو سره د سمون لپاره ښې طرحې او ولس ته مسؤلت لري، باید دغسې کسان هم په دې پلاوي کې ځای کړل شي، ځکه ټول افغانان خو له اوسني حکومته خوښ نهدي چې دوی د ټول ملت نمایندهګي کوي."
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ ناستې ته یوازې پنځه ورځې پاتې دي.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، که اړتیا شوه د قطر تر ناستې به په دغه ټیم کې بدلون راشي.
افغان حکومت ویلي، په دې شرط د قطر په ناسته کې ګډون کوي چې طالبان د حکومت له استازو سره خبرو ته اماده وي.
راپور: اکرامالله اکرام