د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ادارې رئیس د فوټبال فدراسیون رهبرۍ سره وکتل


د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ادارې رئیس عبدالوحید قتالي د افغانستان د فوټبال فدراسیون له رهبرۍ سره په خپل دفتر کې وکتل.

په دغه لیدنه کې ښاغلي قتالي د فوټبال فدراسیون پر وړاندې د پرتو ستونزو د هواري لپاره د دغه فدراسیون نوي رئیس محمد يوسف کارګر او نورو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ او ويې‌ویل چې په پوره توان سره به د دغې ورزشي ادارې د پياوړتیا لپاره هڅې کوي.

ښاغلي قتالي د حکومت له‌خوا د افغانستان له فوټبال فدراسیون سره د دوامدارو همکاریو ژمنه هم وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د فوټبال د ځينو ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونو په اړه د افغانستان د لويې څارنوالۍ له‌خوا د فوټبال د فدراسیون پر مشرتابه د لګېدلو تورونو په څېړلو کې ځنډ د هېواد د فوټبال فدراسیون پروګرامونه له ستونزو سره مخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG