د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

د افغان او ایرلنډ لوبډلو د کرکټ سیالۍ پنجشنبه په هند کې پیلېږي


د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک

ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلنډ لوبډلو ترمنځ د ټېسټ، يو ورځنيو او شل اوریزو سیالیو لړۍ سر د پنجشنبې له ورځې په هند کې پیل شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، ایرلنډۍ لوبډله د افغانستان په وړاندې د پنځو يو ورځنيو، درېیو شل اوریزو او يوې ټېسټ لوبې لپاره هند ته رسېدلې او د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه به د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۱مه د هند په دهرادون کې وشي.

د ښاغلي هوتک په خبره، افغان لوبډله له شااوخوا يوې میاشتې راهیسې په هند کې په تمریناتو بوخته ده او د ایرلنډ په وړاندې سیالیو ته پوره چمتووالی لري.

د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مسؤلینو د ایرلنډ په وړاندې دغه سیالۍ نړیوال جام ته د چمتووالي او لوبغاړو د غوراوي لپاره مهمې بللې دي.

XS
SM
MD
LG