په کندهار کې د پوليو ضد واکسین کمپاين پیل شو.
په کندهار کې د سې شنبې په ورځ د ۲۰۱۹ ميلادي کال د پوليو دوهم پړاو کمپاين چې پنځه ورځې به دوام وکړي، پيل شو.
د دغه پنځه ورځني کمپاين پر مهال به په کندهار ښار او ۱۷ ولسوالیو کې پنځه لکه او ۶۰ زره د پنځو کلونو کم عمرو کوچنيانو ته د پوليو څاڅکي ورکول شي.
د کندهار د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالقيوم پخلا وایي چې لا هم د رد شويو کورنیو زیاتوالی، پرانيستی سرحد او د کوچیانو تګ راتګ په کندهار کې د پولیو د مثبتو پېښو د زیاتوالي لاملونه دي.
دی وایي:
"په ځینو ولسوالیو کې د کور په کور کمپاین بندیز، همدارنګه ډېر اسانه تګ راتګ د دواړو ملکونو ترمنځ، د کوچیانو او بېځایه شویو کورنیو شتون په دې حوزه کې او یاهم ولایت کې دا زمینه دې مساعدوي چې د پولیو مثبت واقعات زیات شې."
پخلا وویل چې د پولیو د پېښو د مخنیوي لپارهيې د مرستندویو ادارو سره په ګډه د همغږۍ ځانګړي پلانونه جوړ کړي.
په عین وخت کې د کندهار اوسېدونکي د ګوزڼ ناروغۍ د لهمنځه وړلو په برخه کې د ديني عالمانو او عامو خلکو د مرستې غوښتنه کوي.
په کندهار کې د راون ميلادي کال له پیل راهیسې دوه مثبتې پېښې ثبت شوي چې یوهيې د کندهار په سپین بولدک او دوهمه په غورک ولسوالۍ کې وه.
تېر کال هم د هېواد په کچه ۵۰ سلنه د پوليو مثبتې پېښې په کندهار کې ثبت شوې وې.
راپور: صادق رښتینی