د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۹ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۴

د مخابراتو وزارت نن د افغانستان د الکترونیکي حکومتوالۍ مرکز پرانیست

​د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي
​د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت "د افغانستان د الکترونیکي حکومتوالۍ مرکز" پرانیست.

دغه وزارت وايي "د افغانستان د الکترونیکي حکومتوالۍ مرکز" به د معلوماتي ټکنالوژۍ په بېلابېلو تخنیکي پړاوونو کې د افغان حکومت د ټولو اړوندو ارګانونو ورځنۍ چارې، له زوړ، وخت ضایع کوونکي او پېچلي سیستمه، د پرمختللو هېوادونو په څېر په اسان، ساده او شفاف سیستم بدلې کړي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ​وزیر شهزادګل اریوبي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۳۰» په کابل کې د د دغه وزارت په چوکاټ کې د یاد مرکز د پرانيستلو پر مهال وویل:

"ټول ملت ته مبارکي وایم چې د الکترونیکي حکومتوالۍ بنسټ مو کېښود، اوس د انټرکام په نامه یو سیستم اماده دی چې ټول عامه سیستمونه یو له بل سره وصل کړي، خلک به په اسانۍ سره وکړای شي چې خپل ورځني کارونه چې په دولتي ادارو کې یې لري، اجراء کړي."

ښاغلي اریوبي وویل، په هېواد کې د الکترونیکي حکومتوالۍ چارې له څو کلونو راهیسې په ګڼ شمېر وزارتونو او ادارو کې د بېلابېلو کورنیو او بهرنیو مسلکي ادارو له‌خوا پیل شوي، خو وروسته له دې به د دغو ټولو فني ادارو چارې د مخابراتو وزارت د الکترونیکي مرکز له لارې تنظیمېږي.

د الکترونیکي حکومتوالۍ د مرکز د پرانيستلو پر مهال د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر همایون قیومي وویل، د الکترونیکي سیستم په فعالېدو به د ملي عوایدو پروسه شفافه او د دولت پیسې به له ورکېدو وژغورل شي.

د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر همایون قیومي
د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر همایون قیومي

دی زیاتوي:

"دا یوه ښه زېربنا ده، هغه خلک چې د مالیاتو تادیات لري، کارونه به‌یې اسانه شي، هیله‌مند یم چې دا لړۍ یوازې په کابل کې نه، بلکې د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې هم پیل شي."

د چارواکو په خبره، دا سیستم به تر ډېره حده په چارو کې د فساد مخه هم ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د دولتي ادارو په اړه په دې وروستیو کې د افغانستان د څار بنسټ په یوه راپور کې راغلي چې په دغه هېواد کې خلک د خپلو کارونو د خلاصولو لپاره په دولتي ادارو کې د زوړ او پېچلي اداري سیستم له امله، هر کال څه باندې یو میلیارد ډالر رشوت ورکوي.

راپور: خان محمد سیند

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG