د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ۴۵ پرمختیايي پروژو هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل


د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ۴۵ پرمختیايي پروژو هوکړه‌لیکونه د بدخشان، تخار، کندز او بلخ ولایتونو له پرمختیايي شوراګانو سره لاسلیک کړل.

د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، دغه ۴۵ پرمختیايي پروژې چې د جاپان د نړیوالې همکارې ادارې جایکا په مالي مرسته د افغان-تاجک په سرحدي سیمو کې پلې کېږي، ۸۵ زره کسان به ترې ګټه واخلي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب‌الرحمان کریمي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۳۰» د دغو پروژو د لاسلیک پر مهال وویل چې د دې پروګرام له لارې به د کلیوالو لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی اسانه شي او په کلیو کې به شته زېربناوې لکه د صنعت، زراعت او تولیداتو په برخو کې وده وکړي.

دی وایي:

"د دغو پروژو په پلي کېدو سره چې له ۲۱ میلیونه افغانیو ډېر ارزښت لري چې د دې پروژو له لارې به ۴۵۵ کسانو ته تل‌پاتې دندې ایجاد شي او په مستقیم ډول به له دې پروژې ۸۵ زره کسان د بدخشان، تخار، کندز او بلخ ولایتونو په ولسوالیو کې خلک ترې ګټه واخلي."

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه چې د دې ۴۵ پروژو ورهاخوا چې ارزښت‌یې څه باندې ۱۲۱ میلیونه افغانیو ته رسېږي چې د لیټاکا پروګرام او په دوهم پړاو کې د ۲۰ نورو پروژو هوکړه‌لیکونه هم چمتو دي چې ډېر ژر به لاسلیک شي.

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت په افغانستان کې د بیارغونې د سلګونه پروژو د پلي کولو خبره په داسې حال کې کوي چې لا هم د افغانستان په لیرو پرتو سیمو په ځانګړي ډول، هغو سیمو کې چې ناامنه دي، یو شمېر خلک له ګڼو ستونزو شکایت کوي.

خو د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وايي چې دوی په ټول هېواد کې متوازن انکشاف ته ژمن دي او په دې برخه کې به جدي هڅې کوي.

په ورته وخت کې دافغانستان لپاره د جاپان هېواد د همکارې ادارې جایکا استازي اروین خاور وویل چې دغه پروژې د متوازن اقتصادي پراختیا په هدف پلې کېږي او باید په شفافه توګه پلې شي.

د جاپان بیرغ
د جاپان بیرغ

نوموړي همدارنګه د پروژې په شفافیت هم ټينګار وکړ او زیاته‌یې کړه:

"مونږ غواړو چې دا پروژې په پوره شفافیت او ښه کیفیت پلې شي، څو په راتلونکي کې وکولای شو چې لا نورې ښې پروژې په پام کې ونیسو او دا زموږ د کارونو په لومړیتوبونو کې شامل دي."

ښاغلي اروین په پروژو کې د شفافیت خبره په داسې حال کې کوي چې تر دې مخکې د پروژو د حیف او میل کېدو په تړاو بېلابېل انتقادونه شوي دي.

په ورته وخت کې بیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایې ادارې (یو. اېن. ‌‌‌‌‌‌ډي. پي) استازي وویل، دا پروژې به د خلکو په اقتصادي ژوند کې مثبت بدلونونه راولي او په وینا یې چې له دې پروژې به کلکه څارنه وشي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG