د روسیې د مشرانو جرګې غړي، نیکولای ریژکوف ویلي چې په ۱۹۷۹ میلادي کال کې د پخواني شوروي اتحاد دا پرېکړه چې افغانستان ته عسکر واستوي او هغه هېواد اشغال کړي، یوه اشتباه وه.
نیکولای ريژکوف د پخواني شوروي په سیستم کې د صدارت پر څوکۍ کار کړی دی.
دې سیاستوال د روسیې له فکس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې ۳۰ کاله مخکې شرایط باید په سوریه کې له اوسني وضعیت سره مقایسه نهشي.
ريژکوف ویلي:
"افغانستان ته د عسکرو د استولو پرېکړه د پخواني شوروي د رهبرانو ډېره ناوړه تیوریکه تېروتنه وه."
د پخواني شوروي په مرکزي کمېټه کې داسې باور موجود و چې په افغانستان کې د سوسیالیزم لپاره شرایط برابر و، داسې خوب چې د ریژکوف په وینا، روسانو ته په ډېره ګرانه بیه تمام شو.
هغه د افغانستان او سوریې د حالاتو د مقایسې شدید مخالفت کړی دی.
ریژکوف فکس ته ویلي:
"له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو په ۳۰مه کلیزه یو شمېر کسانو هڅه وکړه چې د افغانستان لپاره د پخواني شوروي پالېسي د سوریې په اړه د اوسنۍ روسیې له هغې سره پرتله کړي چې اصلاً د مقایسې وړ نهدي."
د ریژکوف په وینا، سوریه او روسیه د تشدد پر ضد د همکارۍ لپاره قانوني او مشروع دلایل لري، د سوریې مشروع ولسمشر له روسيې د مرستې غوښتنه کړې او په سوریه کې د روسیې مأموریت په بشپړ ډول پر دې قانوني بنسټ ولاړ دی.
د پخواني شوروي پوځي ځواکونه په ۱۹۷۹ میلادي کال کې په افغانستان کې د حاکم کمونېست رژیم د ملاتړ لپاره هغه هېواد ته ورغلل او د مجاهدینو پر وړاندې ۱۰ کاله جنګ وروسته په ۱۹۸۹ میلادي کال کې ووتل.
د پخواني شوروي د استازو عالي شورا د هغه کال په ډسمبر میاشت پر افغانستان یرغل چې نږدې ۱۵ زره روسان او میلیونونه افغانان پهکې ووژل شول، له سیاسي او اخلاقي پلوه د غندنې وړ وباله.
خو ۳۰ کاله وروسته، په روسیه کې داسې هڅې لیدل کېږي چې د افغانستان د اشغال د توجیه په اړه کېږي.
ټاکل شوې وه چې د روسیې د پارلمان د دفاعي چارو کمېټې د ۲۰۱۹ میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې پر هغه طرحه چې د پخواني شوروي له لوري د افغانستان اشغالیې توجیه کاوه، رأیګیري وشي، خو رأیګیري وځنډېده.
د یو شمېر کارپوهانو له نظره، دا د روسیې په پارلمان کې د افغانستان د جګړې د توجیه په اړه زړه نا زړه حالت څرګندوي.
د سیاسي چارو یو شمېر څارونکي پهدې باور دي چې د افغانستان د جګړې توجیه کول او سم بلل په سیمه کې د یوه سوله غوښتونکي هېواد په توګه د روسیې رول ته ضربه ورکوي.