د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست ټولو قوماندانانو ته امر کړی چې د جګړې په ډګر کې دې وسلهوال چې ده ترورېستان وبلل، ووژني.
د کورنیو چارو وزارت یوه سرچینه وايي چې د دغه وزارت سرپرست سوله د هېواد د سیاسي مشرتابه کار بللی او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونه دې د سیاسي اقتدار د لوړولو لپاره له دفاعي حالته راووځي او تهاجمي حالت دې خپل کړي.
دغې سرچینې چې نهیې غوښتل نومیې واخيستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې مسعود اندرابي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۳۰» د پولیسو مسؤلینو او قوماندانانو ته په خپله لومړنۍ غونډه کې امر وکړ چې ترهګر دې د جنګ په ډګر کې ووژني.
بل لور ته د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي په داسې حال کې چې د یادې شوې مسئلې په اړه څه ونهویل، خو زیاتهیې کړه چې ښاغلي اندرابي په کابل او ولایتونو کې امنیه قوماندانانو ته جدي سپارښتنه وکړه، څو هغه دولتي چارواکي، زورواکي او ډلې تر تعقیب لاندې ونیسي چې پولیسو ته سپکاوی کوي.
ده وویل:
"د کورنیو چارو وزارت سرپرست په کابل او ولایتونو کې امنیه قوماندانانو ته په جدي توګه سپارښتنه کړې، څو هغه دولتي چارواکي، زورواکي او ډلې چې په کاري ساحو کې پولیس ته سپکاوی کوي، تحقیروي یې، وهي او ټکوي یې وپېژني او تر تعقیب لاندې یې ونیسي."
د پوځي چارو ځیني کتونکي د جګړې په ډګر کې د پولیسو د چلند په اړه د کورنیو چارو وزارت د سرپرست څرګندونې دوه مخې تورې ته ورته بولي چې فایده او تاوان دواړه لري، په دې معنی چې که دا څرګندونې له یوې خوا دولتي ځواکونو ته مورال ورکوي، بل لور ته په مخالفینو کې هم کینه او غصه زیاتوي او هغوی ورته عمل ته هڅوي.
خو د ولسي جرګې ځیني غړي بیا وايي چې دا اقدام به د دې سبب شي چې وسلهوال مخالفین هم له دولتي ځواکونو سره په چلند کې اصلاحات راولي.
د ولسي جرګې د دفاعي او امنیتي کمېسیون غړی خالد پشتون د دې اقدام د ملاتړ تر څنګ له پولیسو سره د چلند په برخه کې په دوه اړخیز احترام ټینګار کوي.
دی وایي:
"له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې وسلهوال مخالفین د افغان حکومت چارواکي او امنیتي مسؤلین په ډېرې بېرحمۍ سره وژني او مقابل لوری چې افغان حکومت دی، له نیول شویو وسلهوالو مخالفینو سره انساني چلند کوي او څه موده وروستهیې خوشې کوي، که دا کار وشي، نو دا به هغوی ته یو قاطع پیغام وي چې کوم کار چې زه کوم، عینې کار زما په وړاندې ترسره کېږي، دوهمه مسئله چې له پولیسو سره د چلند ده، زه دلته یوه مشروطه مسئله یادوم چې باید پولیس، هغه انساني چلند چې له خلکو څخهیې توقع لري، نو پولیس هم باید له خلکو سره باالمثل عمل وکړي، په دې کار کې دا عمل باید دوه طرفه وي، نه یو طرفه."
د کورنیو چارو وزارت د سرپرست لهخوا دا امر په داسې حال کې شوی چې د جګړې په ډګر کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د زیاتېدونکې مرګ ژوبلې په اړه اندېښنې د زیاتېدو په حال کې دي چې تر ډېرهیې لامل کمزوری مدیریت بلل کېږي.
له دې مخکې افغان حکومت وسلهوال پوځ ته امر کړی و چې له دفاعي حالته راووځي او تهاجمي حالت خپل کړي.
دا چې د دغه امر له پلېدو وروسته به د جګړې په ډګر کې کوم بدلون رامنځته شي او کنه؟ دا به راتلونکی وخت څرګند کړي.