د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې په ښارونو کې د واټونو د تاریخي نومونو د ساتلو او ارزښت لپاره یوه ځانګړي کمېسیون په کار پیل کړی دی.
د دغه وزارت ویاند محمد صابر مومند د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۲۹» ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، ډېری واټونه یا بېنومه پاتې دي او یا د داسې کسانو په نومونو نومول شوي چې وړتیا یې نهلري او په خبرهیې چې د همدغې ستونزې د هواري لپاره د جوړ شوي کمېسیون لهخوا په مقررې کار روان دی.
نوموړي وویل:
"د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې د بېلابېلو ارګانونو په ګډون یو کمېسیون جوړ شوی، د دغه کمېسیون ۱۵ ورځنۍ غونډه پیل شوې او د یوې ځانګړې مقررې په اساس پهکې مهم موارد تصویبېږي، د دغه وزارت ټینګار پهکې دا دی چې د واټونو تاریخي نومونه دې وساتل شي، په دغه کمېسیون کې د واټونو او څلور لارو نومونه هم تصویبېږي او بیا د ښاروالۍ له لوري نومول کېږي."
د دغه وزارت په خبره، هڅه کېږي چې د ښار واټونه د هغو کسانو په نوم ونومول شي چې د هېواد او خلکو لپارهیې په بېلابېلو برخو کې کار کړی وي او ټول منلي خلک وي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د کابل ښار پر واټونو چې تاریخي نومونه لري، جنجالونه شوي دي.
په وروستیو څو لسیزو کې د کابل ښار ډېری واټونه له خپلو اصلي نومونو اړول شوي او په خپلسري ډول د اشخاصو په نوم نومول شوي چې اړوندې ادارې یې هم په وړاندې غلې پاتې دي.
له دې سره د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې شکایت کوي چې د ځينو زورواکو او چارواکو له لوري د هېواد د قانون، تاریخي او فرهنګي مسایلو پر خلاف واټونه په بېلابېلو نومونو نومول کېږي چې خلکیې له ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی وایي:
"زما نوم احمد نصیر د کابل اوسېدونکی یم، زما غوښتنه له هغو کسانو چې واټونه په خپل نوم نوموي، دا ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره دې همغږي وکړي، دوهم دا چې په دې اړه دې د خلکو نظر هم واخیستل شي او د هغه کس په نوم دې واټ ونومول شي چې وړتیا یې ولري."
"زه فرهاد د کابل ښار اوسېدونکی یم، ډېری داسې واټونه شته چې ځانګړي نومونه نهلري، هر چا که زورواکي او که چارواکي دي په خپله خوښهیې نومولي دي چې دا د قانون خلاف کار دی."
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له رسنیو او اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې د واټونو د نومونو د عامولو لپاره دې دوی سره د عامه پوهاوي په برخه کې همکاري وکړي.
راپور: فېروزه عزیزي