د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

د هوايي چلند ټولنه: له بهرنیو هېوادونو سره دې د هوايي خدمتونو پر تړونونو کتنه وشي


ارشیف، په افغانستان کې د کام ایر خصوصي شرکت الوتکې
ارشیف، په افغانستان کې د کام ایر خصوصي شرکت الوتکې

د افغانستان د هوايي چلند ټولنه له بهرنیو هېوادونو سره د هېواد د هوايي خدمتونو پر تړونونو بیا کتنه غواړي.

د افغانستان د هوايي شرکتونو ټولنه د ملي یووالي پر حکومت له انتقاد کولو سره وايي، د کورنیو هوايي شرکتونو پیاوړتیا ته هېڅ پام نه کوي.

د دغې ټولنې رئیس فرید پیکار د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، اوسمهال د افغانستان د هوايي ټرانسپورټ مارکېت اتیا فیصده د بهرنیو هوايي شرکتونو په لاس کې دی.

دی وايي، کورني هوايي شرکتونه ښه ظرفیت لري او پکار ده چې له بهرنیو هوايي شرکتونو سره د هوايي خدماتو تړونونه له سره وکتل شي.

ده وویل:

"په سلو کې اتیا د افغانستان هوايي خدمتونه د بهرنیو هوايي شرکتونو په واک کې او شل فیصده له موږ سره دي، له همدې امله باید د افغانستان د هوايي خدمتونو تړونونه له بهرنیو شرکتونو په تېره له عربي متحده اماراتو سره له سره وکتل شي."

دې وايي، له کورنیو هوايي شرکتونو سره د ملي یووالي د حکومت نه ملاتړ لامل شو چې یو شمېر کورني هوايي شرکتونه له ماتې سره مخ شي.

د افغانستان د هوايي شرکتونو د ټولنې د معلوماتو له مخې، د بهرنیو هوايي شرکتونو ناسالم رقابت او د ځانګړو امتیازونو او د دغو شرکتونو د اقتصادي مرستو نه شتون، د کورنیو شرکتونو د فعالیتونو پر وړاندې عمده ګواښونه دي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره د نړیوالو معیارونو د نه مراعتولو په دلیل، له څو کلونو راهیسې د اروپايي ټولنې په تور لېست کې ده چې د کورنیو هوايي شرکتونو پر وړاندې عمده خنډ ګڼل کېږي.

اوس مهال په افغانستان کې اریانا دولتي او کام ایر خصوصي شرکتونه فعالیت کوي.

افغانستان پخوا تر دې څو هوايي شرکتونه لرل چې د یادو دوو شرکتونو ترڅنګ یې فعالیت کاوه، خو د دغو شرکتونو یو شمېر د ځینو دلایلو له امله له فعالیته ولوېدل.

د کورنیو هوايي شرکتونو د ستونزو د حل او د دوی د فعالیتونو د پراخېدو په اړه مو وغوښتل چې د افغانستان د هوايي چلند د خپلواکې ادارې نظر ولرو، خو مسؤلینو یې په دې اړه له څرګندونو ډډه وکړه.

په ورته وخت کې د اریانا هوايي شرکت رئيس نادر عمر وايي، که د بهرنیو پروازونو زمینه ورته برابره شي، دغه شرکتونه دا وړتیا لري او حاضر دي چې نورې الوتکې هم وپيري.

ارشیف، د افغانستان د اریانا هوایي شرکت د یوې الوتکې انځور
ارشیف، د افغانستان د اریانا هوایي شرکت د یوې الوتکې انځور

دی وایي:

"که د خلاص اسمان پالېسي تمدید او د نورو د پروازونو شمېر محدود شي، د اریانا هوايي شرکت کولای شي چې خپل پروازونه ډېر کړي."

ښاغلی عمر له حکومته غواړي چې د کورنیو هوايي شرکتونو فعالیتونو ته دې اسانتياوې برابرې شي، ځکه دده په خبره چې د اقتصادي ودې او ملي عوایدو د زیاتوالي لامل کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG