په اروزګان کې د ۱۴۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د پروژو د تطبيق چارې پیل شوې.
په اروزګان کې ولايتي چارواکي وايي، دغه ۵ پروژي دي چې مالي لګښت يې د افغان حکومت له لوري ورکول کېږي.
چارواکي وايي، يادې پروژي د خلکو اړتيا ته په کتو تطبيقېږي او لومړی ګام به يې په يادو پروژو کې د فساد مخنيوی وي، څو د يادو پروژو کارونه په اساسي او بنسټيزه توګه ترسره شي.
په اړه یې نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ: