چارواکي وایي، په ارزګان کې پر ۷۵۰ جریبه ځمکه باغونه جوړوي.
د کرنې او مالداري ریاست مسؤلین وايي، دغه مېوه لرونکي او غیر مېوه لرونکي باغونه به په مرکز ترینکوټ، دهراوود او چورې ولسواليو کې جوړ کړي.
په ورته وخت کې بیا بزګران د دولت له دغه اقدامه هرکلی کوي.
چارواکي وايي چې په دغه ولایت جګړو باغونه او زراعت ۲۰ سلنه له منځه وړی دی.
په دې اړه نور جزیات د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ: