د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

د ولسي جرګې د عدالت غوښتنې ډله: د ولسي جرګې انتخابات دې باطل اعلان شي


د ولسي جرګې نایب منشي او د ولسي جرګې د عدالت غوښتنې د ګروپ غړی عرفان الله عرفان
د ولسي جرګې نایب منشي او د ولسي جرګې د عدالت غوښتنې د ګروپ غړی عرفان الله عرفان

د ولسي جرګې یو شمېر غړي له افغان حکومته غواړي چې د ولسي جرګې د میزان د ۲۸مې انتخابات منحل او د بیا انتخاباتو لپاره تصمیم ونیسي.

د ولسي جرګې د عدالت غوښتنې ډله د ولسمشر له لوري د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د عزل کېدو هرکلی کوي او په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې د انتخاباتو د باطلېدو غوښتنه کوي.

د دغې ډلې غړو د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري ناسته کې له ولسمشر غني وغوښتل چې د ولسي جرګې انتخابات باطل اعلان کړي.

د ولسي جرګې نایب منشي او د ولسي جرګې د عدالت غوښتنې د ګروپ غړی عرفان الله عرفان وايي، پراخې درغلۍ او د کميشنرانو لېرې کول ښيي چې د میزان د ۲۸مې انتخابات مشروعیت نه لري او د خلکو په رأیو لوبې شوې دي.

ده وویل:

"باید په ټول هېواد کې دې انتخاباتي رأیې باطلې شي، یو ځل بیا دې د نوي قیومیت او یا نوې ادارې له خوا انتخابات ترسره شي، که چېرې داسې ونه شول، انتخابات مونږ ته د منلو وړ نه دي او د افغانستان خلک به د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي او هغه اسناد چې په دې اړه زموږ په لاس کې دي، سبا به یې لويې څارنوالۍ ته وسپارو."

دغې ډلې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ډالرو د پلور او پېر په ګرم بازار تورن کړ او وايي چې داسې اسناد په لاس کې لري چې له مخې یې د ولسي جرګې یوه څوکۍ په اتلس لکه امریکايي ډالرو پلورل شوې ده.

د څلور لکو او دوه دېرش زره رأیه ورکوونکو د نوملړ نه موجودیت او یو لړ نور تورنه هغه څه دي چې د عدالت غوښتنې ډله یې د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون پورې کوي.

دوی وايي، که مفسدين محکمه نه شي، د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې به ګډون ونه کړي او په پراخو اعتراضونو به لاس پورې کړي.

دغه ډاله وايي، د انتخاباتو د قانون داسې ځای نشته چې د کمېسیونونو له لوري نه وي نقض شوي چې دا یو جنایت دی.

تېره اوونۍ ولسمشر محمد اشرف غني د انتخاباتو د قانون تعدیل شوې طرحه د یو فرمان په صادرولو سره توشېح کړه چې د قانون له نافذېدو سره سم دستي جمهوري ریاست اعلان وکړ چې د انتخاباتي کمېسیونونو کميشنران عزل شوي حسابېږي او د کار کړلو حق نه لري.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي چې له عزل شویو کميشنرانو پلټنې پیل شوي او کله چې ختمې شي، پایلې به یې له ولس سره شریکې شي.

دا چې د میزان د ۲۸مې نېټې د ولسي جرګې د لغوه کېدو په اړه د افغانستان جمهوري ریاست څه وايي، په نظر اخیستلو یې بریالي نه شو.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسي جرګې د انتخاباتو بیا ترسره کېدل امکان نه لري.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند میزا محمد حق پرست په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

د انتخاباتو د کمېسیون مرستیال ویاند میزا محمد حق پرست
د انتخاباتو د کمېسیون مرستیال ویاند میزا محمد حق پرست

"تر یوې کچې انتخاباتي نظام د بشپړېدو په حال کې دی او هڅه دا ده چې هر څومره چې ژر ممکن وي، پاتې ولایتونه هم اعلان شي، تر اوسه د انتخاباتو د لغوه کېدو په اړه د انتخاباتو کمېسیون هېڅ نظر نه لري او هېڅ امکان هم نه لري."

ښاغلی حق پرست زیاتوي چې تر اوسه د انتخاباتو کمېسیون د اتلسو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړي، بریالي کاندیدانو ته یې اعتبارنامې ورکړي دي.

دی وايي، د پاتې یو شمېر ولایتونو وروستۍ پایلې هم کمېسیون ته رسېدلې او د شااوخوا لسو ولایتونو رأیې اوس هم د انتخاباتي شکایتونو په کمېسیون کې تر پلټنو لاندې دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG