د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې اسلام اباد ته یې د طالبانو د مرکچي پلاوي د ورتلو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان ته د پاکستان پرضد شکایت کړی دی.
افغان حکومت د ملګرو ملتونو سازمان ته د پاکستان پرضد له دې امله شکایت کړی چې د طالبانو مرکچي پلاوي ته یې اسلام اباد ته د ورتګ بلنه ورکړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې مطلب په تأییدولو سره وویل چې د طالبانو د مرکچي پلاوي د غړو نومونه د ملګرو ملتونو د تحریمونو په لېست کی دي او دوی د سفر کولو حق نه لري.
د دغه وزارت ویاند صبغت احمدي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې اسلام اباد ته د طالبانو د پلاوي ور بلل په رسمیت د دې ډلې د پېژندلو په معنی ده.
نوموړي وویل:
"د دې پلاوي غړي د ملګرو ملتونو د سازمان د تحریمونو په لېست کې شامل دي او دا اقدام د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیکونو او د افغانستان د ملي حاکمیت د واضح او څرګند نقض په معنی دی، زمونږ د ملي حاکمیت مسئله زمونږ سره کرښه ده او دا موضوع په ډېره جدي توګه تعقیبوو او د ملګرو ملتونو سازمان ته مو له دې امله شکایت هم کړی."
خو طالبانو تر دې پخوا ویلي چې د دې کسانو نومونه د ملګرو ملتونو د سازمان په تورلېست کې نه دي شامل.
طالبانو تېره اوونۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د دې ډلې مرکچي پلاوی د پاکستان په بلنه اسلام اباد ته سفر کوي.
د دې ډلې په اعلامیه کې راغلي چې دا پلاوی به د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او دغه راز د پاکستان له صدراعظم سره خبرې وکړي.
په همدې حال کې روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان به هم اسلام اباد ته د سفر په ترڅ کې د طالبانو له مرکچي پلاوي سره وګوري.
افغانستان د سلواغې په شپاړسمه د مسکو د سولې د دوه ورځنۍ غونډې په اړه چې روسیې طالبان هم ور بللي وو، د ملګرو ملتونو سازمان ته شکایت وکړ، خو لا تراوسه نه ده معلومه چې ملګري ملتونه به په دې اړه څه اقدام وکړي.
په عین حال کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال محمد داود کلکاني وایي چې د پاکستان له خوا د طالبانو پلاوي ته بلنه ورکول له نړیوالو معیارونو سرغړونه ده او افغان حکومت باید ډېر مخکې په دې اړه اقدام کړی وای.
دی زیاتوي:
"د دولتونو ترمنځ په اړیکو کې د هېوادونو اتباع په تېره هغه مخالفین چې له یوه ځایه بل ځای ته ځي او په عین حال کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې هم په تورلېست کې دي، باید نړیوالې اړیکې مراعات شي او له دولتونو سره اړیکې ونیول شي."
پاکستان له هغو هېوادونو څخه دی چې په ۱۹۹۶ میلادي کال کې یې د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی و او اوس هم د طالبانو له ډلې په ملاتړ تورن دی.
اوس به ولیدل شي چې د ملګرو ملتونو سازمان ته د افغان حکومت شکایت د هغه څه په اړه چې د اسلام اباد له خوا د کابل په چارو کې مداخله بلل کېږي، د پاکستان پرضد به د جدي اقداماتو لامل وګرځي او که نه.
راپور: نسیم شفق