د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

ټرمپ: د داعش سلګونه نيول شوي وسله وال دې محاکمه شي


د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان وکړ چې د اسلامي دولت ډلې يا داعش خلافت د ړنګېدو په حال کې دی او له اروپايي متحدانو یې غوښتنه وکړه چې په سوريه کې له اتو سوو زیات افراطي وسله وال چې نيول شوي، تسليم شي.

ټرمپ پرون په يوه ټوېټ کې وويل:

"امريکا له بريتانيا، فرانسې، جرمني او نورو اروپايي متحدانو غوښتنه کوي چې په سوريه کې د داعش ډلې له اتو سوو زیات وسله وال چې موږ نيولي، بېرته تسليم شي او محاکمه يې کړي."

ارشیف، په عراق کې د داعش ډلې ځړول شوی بیرغ
ارشیف، په عراق کې د داعش ډلې ځړول شوی بیرغ

ټرمپ ليکلي، د داعش خلافت د ړنګېدو په حال کې دى، خو بدیل یې هم دومره ښه نه دی چې موږ اړشو چې دوی ازاد کړو.

ټرمپ لیکلي، دغه وسله وال به اروپا ته چېرې چې دوی هڅه کوي بېرته ولاړ شي، نفوذ وکړي او متحده ایالات د دې شي ننداره نشي کولای.

ټرمپ وایي، اوس د نورو وخت دى چې خپله دنده چې تر سره کولای یې شي، سرته یې ورسوي.

ټرمپ ټينګار وکړ چې موږ د خلافت په وړاندې تر بشپړې بريا وروسته له سوريې وځو.

اروپایي او یو شمېر نورو هېوادونو ویلي چې سلګونه وګړي یې منځني ختيځ ته تللي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش او نورو افراطي ډلو په پلوۍ په جګړو کې برخه واخلي.

د بهرنیو هېوادونو یو شمېر دغه اتباع وژل شوي، یو شمېر نور یې نیول شوي او ځینو نورو یې هم هڅه کړې چې بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

یو شمېر چارواکو هم له سوریې د دغو افراطي ډلو د بېرته را ګرځېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ۲۰۱۴ میلادي کال په سوریه او عراق کې ډېرې سیمې ونیولې او د اسلامي خلافت په نوم واکمني یې اعلان کړه چې د واکمنۍ په تېرو څو کلونو کې یې له بشري حقونو جدي سرغړونې کړي او هم یې تروررېستي حملې ترسره کړي دي.

خو له څو کلنو جګړو وروسته په دواړو هېوادونو کې د امریکا ملاتړو ځواکونو دغه سخت دریځه ډله ډېره ځپلې او هغوی یې کوچینو سیمو په شاتګ ته مجبور کړي چې په دې وروستۍ مرحله کې یې هم دغه سیمې له لاسه ووځي.

ارشیف، په سوریه کې امریکایي ځواکونه
ارشیف، په سوریه کې امریکایي ځواکونه

د امریکا ولسمشر ویلي چې ډېر ژر به اعلان کړي چې داعش ډله په سوریه کې بشپړه ماته شوې ده.

هغه د تېر کال په ډېسمبر کې هم په خپل دې اعلان سره چې داعش ډله په سوریه کې ماته شوې او خپل دوه زره سرتېري له دې هېواده باسي، د امریکا د کانګرس غړي او خپل متحدین حیران کړل.

انتقاد کوونکي وایي چې د امریکایي ځواکونو په وتلو سره به په سوریه کې یوه خلا رامنځته شي چې ورسره به د اسلامي دولت ډله په سوریه او عراق کې بېرته ځان منسجم کړي.

XS
SM
MD
LG