د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

عرفان: د سعودي ولیعهد دې طالبان بین الافغاني خبرو ته چمتو کړي


د افغانستان د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان
د افغانستان د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی د سعودي له ولیعهده غواړاي چې له طالبانو سره په لیدنه کې باید دغه ډله له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو کړي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، افغانان تمه لري چې د سعودي عربستان د ولیعهد او طالب استازو ترمنځ لیدنه بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.

د دغې جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، سعودي عربستان باید د بین الافغاني خبرو لپاره په طالبانو له خپل نفوذه استفاده وکړي>

ده زیاته کړه:

"که سعودي په افغان سوله کې مرسته کوي، ښه به دا وي چې له طالب استازو سره په کتنه کې محمد بن سلمان هغوی له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي او هم ورباندې فشار راوړي، دا د افغان حکومت او ټولو افغانانو غوښتنه ده."

دا په داسې حال کې ده چې دوو معتبرو پاکستاني سرچینو روېټر خبري اژانس ته ویلي چې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان چې نن اسلام باد ته ځي، له پاکستانیو چارواکو سره د لیدنې ترڅنګ به په اسلام اباد کې د طالبانو له پلاوي سره ګوري.

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان

خو د طالبانو ویاند روېټرز ته ویلي چې له شهزاده محمد بن سلمان سره د دوی د پلاوي کتنه لا نه ده پلان شوې.

مخکې تر دې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې وویل چې د دوی مرکچي پلاوی به د سولې د روانو هڅو په ترڅ کې د پاکستان په رسمي غوښتنه د فبرورۍ د میاشتې په ۱۸مه له امریکایي پلاوي سره د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې وګوري.

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې مرکچي پلاوي یې تر اوسه د خبرو بلنه نه ‌ده ترلاسه کړې، خو د طالبانو په اعلامیه کې راغلي دي چې دواړه لوري به مخکې له دې چې په قطر کې غونډه وکړي، د فبرورۍ په ۱۸مه په اسلام‌اباد کې سره وګوري.

د طالبانو او امریکايي چارواکو تر منځ د قطر راروانه غونډه د فبرورۍ د میاشتنې ۲۵ مه ښودل شوې ده.

د طالبانو په اعلامیه کې دغه ‌شان راغلي دي چې مرکچي پلاوی به ‌یې د دغه سفر په ترڅ کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وګوري او د افغانستان او پاکستان پر اړیکو به ورسره هر اړخیزې خبرې وکړي.

د نړیوالو چارو افغان کارپوهان وايي، د نړیوالو حقوقو له پلوه د سعودي عربستان د ولیعهد او طالب استازو ترمنځ ملاقات کومه ستونزه نه لري.

د دغو کارپوهانو له ډلې ودیر صافي ازادي راډيو ته وویل، سعودي عربستان په ځانګړې توګه ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د اسلامي نړۍ د رهبر او پېشوا په توګه کولای شي چې په افغان سوله کې ښه رول ادا کړي.

د نړیوالو چارو افغان کارپوه ودیر صافی
د نړیوالو چارو افغان کارپوه ودیر صافی

دی وایي:

"د مسلمانې نړۍ د رهبرۍ او پېشوا په توګه سلمان باید طالبانو ته جدي ووايي چې له افغان حکومت سره له قید او شرط پرته خبرو ته چمتو شي، لومړی باید اوروبند وشي، بیا وروسته هغه ستونزې چې طالبان یې له افغان حکومت سره لري، په بین الافغاني غونډو کې مطرح کړي."

دا په داسې حال ده چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تازه ویلي چې افغانستان بین الافغاني خبرو ته اړتیا لري او دغه هېواد هم غواړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو زمینه برابره او د افغان سولې د یوې غونډې کوربه توب وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG