د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۱

یوه حکومتي سرچینه د کابل پروسې د درېیم پړاو ناستې د ځنډېډو خبر ورکوي


د افغان حکومت نښان
د افغان حکومت نښان

د افغان حکومت يوه باوري سرچینه د کابل پروسې د درېیم پړاو ناستې د ځنډېډو خبر ورکوي.

د کابل پروسې ناسته چې ټاکل شوې وه، د ۱۳۹۸ لمریز کال د وري د میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې ترسره شوې وای، ځنډېډلې ده.

په افغان حکومت کې يوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخيستل شي، د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو او د امریکا د استازو ترمنځ مذاکرات او سیمه ییز تحولات د دې لامل شوي چې دغه ناسته وځنډېږي.

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې يوې ناستې ته ویلي وو چې د راتلونکي کال د وري د میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې به د کابل پروسې درېیمه ناسته وشي چې په کې د تلپاتې سولې په څرنګوالي د افغان کډوالو په اړه بحثونه وشي.

د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د مستقیمو خبرو پيلېدل به د دغې ناستې اصلي اجنډا وي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي ویلي دي چې دغه ناسته به تر نورو بدله وي، ځکه د هغه په خبره، د افغانستان د سولې په اړه اوس سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې ده.

د کابل پروسې په ناستو کې د سیمې او د نړۍ د هېوادونو استازي ګډون کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د منشي مرستیال عرفان الله عرفان د دغې ناستې ترسره کېدل ګتور بولي او په دې باور دی چې هڅې روانې دي، څو د طالبانو د ډلې استازي هم په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې د منشي مرستیال عرفان الله عرفان
د افغانستان د ولسي جرګې د منشي مرستیال عرفان الله عرفان

​ده زیاته کړه:

"د کابل پروسې ناسته به يوه ښه لاسته راوړنه ولري او ګټور ده، داسې اټکلونه شته چې له طالبانو سره خبرې به يوې پایلې ته ورسېږي، له همدې امله هڅې روانې دي چې د کابل پروسې په درېیمه ناسته کې د طالبانو استازي هم حضور ولري."

د کابل پروسې دوهمه ناسته د ۱۳۹۶ لمریز کال د کب په میاشت کې په پلازمېنې کابل کې وشوه چې په کې د ۲۵ نه د ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.

ولسمشر محمد اشرف غني په دغه ناسته کې طالبانو ته يو لړ وړاندیزونه وکړل چې په کې اوربند، طالبان د يوه سیاسي ګوند په توګه پېژندل، د قانون سره سم د اساسي قانون تعدیل، د بندیانو خوشې کول او له تور لېسته د طالبانو د نومونو ايستل شامل دي.

د کابل پروسې لومړۍ ناسته د ۱۳۹۶ لمریز کال د جوزا په میاشت کې په کابل کې وشوه چې په کې له طالبانو سره پرته له قید او شرطه د سولې خبرې، له دغې ډلې سره د سولې لپاره د يوې واضح تګلارې د طرحې پر جوړولو او له پاکستان سره خبرې کول د دغې ناستې د بحث مهم موارد وو.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG