د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

د افغانستان بانک د اروپایي ټولنې د کمېسیون پرېکړه بې بنسټه وبلله


د افغانستان بانک ودانۍ
د افغانستان بانک ودانۍ

د افغانستان بانک د اروپايي ټولنې دغه اقدام چې افغانستان ېې د پیسو د سپینولو په تړاو د نه مبارزې له امله د تورلېست په هېوادونو کې شمېرلی، بې اساسه ګڼي.

وروسته له هغو راپورونو چې د اروپايي ټولنې کمېسیون افغانستان د پیسو د سپینولو په برخه کې د نه مبارزې له امله په تورلېست کې شامل کړی، افغانستان بانک دغه اقدام بې بنسټه ګڼي.

د دغه بانک ویاند ایمل عاشور د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغان حکومت او په تېره افغانستان بانک د پیسو د سپینولو په برخه کې ښه مبارزه او موثر کارونه کړي چې په دې وروستیو کې د پیسو د نړیوال صندق له خوا ستایل شوي هم دي.

ده وویل:

"کوم فهرست چې اروپايي ټولنې خپور کړی، د پیسو د سپینولو په برخه کې یې افغانستان هم په کې شامل کړی دی، افغانستان بانک په دغه لېست کې د هېواد شاملول په کلکه ردوي او د افغانستان په اړه دا ډول پرېکړه بې بنسټه او نا سمه ګڼي."

دی وايي، د مالي اقداماتو نړیوالې ډلې افغانستان د پیسو د سپینولو او دترورېزم د تمویل پرضد مبارزه کې ستایلی، له خاکستري لېسته یې په سپین لېست کې شامل کړ.

دی وايي، د مقرراتو جوړول، د فساد پر وړاندې کمېټو کې د قوانينو پلي کول، له بېلابېلو دولتي ادارو سره د هوکړو لیکونو لاسلیکول، د پرمختللو سېستمونو رامنځته کول او د قاچاق کوونکو پر ضد مبارزه هغه کارونه دي چې د پیسو د سپینولو پروړاندې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې په دې وروستیو کې افغانستان د پیسو د سپینولو پرضد د کمزورې مبارزې په دلیل په تورلېست کې شامل کړی چې دغه کار د جنایتکارو او ترورېستي ډلو ملاتړاو یو ګواښ ګڼل کېدای شي.

افغانستان، عربستان، پانامه، نایجیریا، ایران، عراق او پاکستان په هغو ۲۳ هېوادونو کې شمېرل کېږي چې د اروپايي ټولنې له خوا په تورلېست کې شامل شوي دي.

ویل کېږي چې په دې اړه د اروپايي ټولنې د کمېسیون له خوا د روان میلادي کال د جنورۍ په دېرشمه یو رسمي مکتوب هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته استول شوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه پر دغه مسئله اندېښنه ښيي او ټینګار کوي چې دغه اقدام د افغانستان پر سوداګرۍ او پانګونې ناوړه اثر پرې باسي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل:

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی

"دا زموږ لپاره ډېره سخته ده، زموږ تجارت له ستونزو سره مخ کوي، که افغانستان په تورلېست کې راشي، سره له دې چې په جنګي حالت کې یوو، پانګه هم د وتلو په حال کې ده، دا سخته ستونزه ده."

ښاغلي الکوزي د پیسو د سپینولو په برخه کې د حکومت مبارزې ته خوشبین دی او وايي چې په دې اړه ستونزې څه ناڅه لېرې شوي، خو له حکومته غواړي چې د دغې ستونزې هواري ته هڅې وکړي او اروپايي ټولنې ته قناعت ورکړي، څو افغانستان له نورو ستونزو سره مخ نه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG