د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

د سولې شورا د جرمني په کوربه توب د سولې د غونډې د چمتووالي هرکلی وکړ


د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون
د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون

د افغانستان د سولې عالي شورا د جرمني په کوربه توب د سولې د غونډې د چمتووالي هرکلی کوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د جرمني په کوربه توب د سولې د غونډې له چمتووالي سره هم مهاله وايي چې جرمني کولای شي چې په دې برخه کې مهم نقش ولوبوي.

د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون وايي چې جرمني په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د بن غونډې په جوړولو سره د موقت ادارې په رامنځته کولو کې مهم رول ادا کړ او دا ځل به په یاد هېواد کې د سولې غونډه ښې پایلې ولري.

ښاغلي اوچقون د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"که جرمني وغواړي چې د افغانستان د سولې په اړه د غونډې کوربه توب وکړي، فکر کوم ډېر به ګټور تمام شي، خو په دې شرط چې د افغان حکومت له لوري وي، ځکه افغان حکومت د خلکو د ارادې ممثل دی."

تازه د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان بین الافغاني خبرو ته اړتیا لري او دغه هېواد غواړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو زمینه برابره کړي.

شپيګل مجلې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په نقل راپور ورکړی چې جرمني د افغان دولت د یو لوی متحد په توګه د دغه هېواد د حکومت او طالبانو د غوښتنو پر بنسټ غواړي چې د افغانستان د سولې د غونډې کوربه توب وکړي.

جرمني داسې مهال د سولې غونډې ته د چمتووالي په اړه خبره کوي چې ټاکل شوې، د طالبانو یو پلاوی د راتلونکې دوشنبې په ورځ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په اسلام اباد کې وګوري.

خو کابل چاپ ویسا ورځپاڼې د طالبانو د سرچینو په نقل راپور ورکړی چې د طالبانو د نظامي کمېسیون ډېری مسؤلین له دغې موضوع سره مخالف دي چې طالبان د پاکستان په فشار دغه مذاکرات کوي.

د طالبانو ویاند تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

بل خوا د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې د افغان دولت له وسله والو مخالفانو سره د ځینو هېوادونو غونډې د افغانستان او سیمې له وضعیت سره مرسته نه شي کولای.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې نایب منشي عرفان الله عرفان وايي چې د جرمني په کوربه توب به د سولې غونډه د نورو هېوادونو د غونډو په پرتله ښې پایلې ولري.

خو نوموړی وايي، مشروط پر دې چې ټولې ښکېلې خواوې په غونډه کې برخه واخلي.

د ولسي جرګې نایب منشي عرفان الله عرفان
د ولسي جرګې نایب منشي عرفان الله عرفان

ده زیاته کړه:

"د سولې د غونډې لپاره د جرمني کوربه توب به د افغانانو او د سولې بهیر لپاره ګټور وي، خو اساسي ټکی دادی چې په جګړه کې ښکېلې خواوې یعنې حکومت او وسله وال طالبان سره مخامخ خبرو ته کېني او د افغانانو په رهبرۍ او مدیریت خبرې ترسره شي، نه دا چې یوه خوا وغوښتل شي او بله خوا هېڅ خبره نه وي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغاستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانکړی استازی زلمی خلیلزاد تازه د افغان سولې په اړه سفرونه له اروپايي او د سیمې له هېوادونو پیل کړي او د مونیخ د امنیتي غونډې په ځنډه کې یې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم ملاقات کړی.

ټاکل شوې چې ښاغلی خلیلزاد به په راتلونکو شااوخوا لسو ورځو کې د طالبانو له پلاوي سره په قطر کې وګوري، خو د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغه وخت په افغانستان کې جګړه ختمېدای شي چې افغان حکومت ته هم د سولې په خبرو کې ونډه ورکړل شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG