د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

اجرائیه ریاست: د بهرنیو ځواکونو وتل د افغان ځواکونو پر مورال اغېز نه کوي


د اجرائیه ریاست مرستيال ویاند فریدون خوځون
د اجرائیه ریاست مرستيال ویاند فریدون خوځون

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې د بهرنیو ځواکونو وتل به د جګړې په ډګرونو کې د افغان ځواکونو پر مورال او روحیه تاثیر ونه لري.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې په افغانستان کې جګړه د افغان ځواکونو له لوري رهبري او مدیریت کېږي او د جګړې بار هم د دوی پر اوږو دی.

د اجرائیه ریاست مرستيال ویاند فریدون خوځون د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، امریکا حق لري چې هر وخت چې وغواړي له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.

ارشیف، په افغانستان کې امریکایي ځواکونه
ارشیف، په افغانستان کې امریکایي ځواکونه

ښاغلی خوځون وايي، له افغانستانه د شااوخوا ۱۴۰۰ بهرنیو ځواکونو وتل به په دغه هېواد کې د جګړې پر ډګرونو ناوړه اغېز ونه کړي.

نوموړي وویل:

"له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د سولې له بهیر سره تړاو نه لري، دا چې جګړه د افغان ځواکونو له لوري پرمخ وړل کېږي، د جګړې په ډګرونو کې د افغان ځواکونو پر مورال به هېڅ تاثیر ونه لري، اوس هم د جګړې مسؤلیت د افغان ځواکونو په غاړه دی او په راتلونکې کې به هم وي."

ښاغلی خوځون زیاتوي، هغه څه چې ډېر مهم دي، هغه له افغانستان سره د امریکا همکاري ده، موږ تمه لرو چې د جګړې په ډګرونو کې افغان ځواکونه ښه تجهیر او پیاوړي شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل تازه ويلي چې ښايي د څوارلس سوه په شااوخوا کې امریکايي عسکر له افغانستانه وباسي، خو دقیق شمېر او د عسکرو د ایستلو کره وخت یې نه دی څرګند کړی.

جنرال ووټل روېټرز اژانس ته ویلي چې د دغو امریکايي عسکرو د کمولو پرېکړه د سولې لپاره له روانو هڅو سره ارتباط نه لري.

د ده په وینا، دا وړاندیز په افغانستان کې د امریکا د پوځیانو قوماندان جنرال سکاټ مېلر کړې او هدف یې د امریکا د پوځ له امکاناتو منصفانه کار اخیستل دي.

د امریکا دفاع وزارت وايي چې په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ عسکر لري.

مخکې تر دې امریکا له افغانستانه د خپلو نیمايي پوځیانو د ایستلو خبره کړې ده.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر څو ورځې وړاندې کانګرس ته په خپلې کلنۍ وینا کې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمېر د کمولو ټینګار وکړ.

خو ډونالد ټرمپ ویلي چې له طالبانو سره د سولې په مذاکرو کې پرمختګ ته به ګوري او پر بنسټ به یې دا پرېکړه کوي چې څومره پوځیان کم شي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له موضوع سره یو شمېر امریکايي پوځي او سیاسي مشرانو او دغه شان افغان چارواکي هم مخالفت لري.

افغان ولسمشر اشرف غني په دې ورستیو کې خپل امریکايي سیال ته په یوه لیک کې هغه ته په افغانستان کې د اغېزمن شمېر امریکایي سرتېرو د پاتې کېدو وړاندیز کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون وايي، تر کومه چې له طالبانو سره د سولې مسئله یو طرفه شوې نه وي، امریکايي ځواکونه دې له افغانستان نه وځي.

د دغه کمېسیون غړی خالد پښتون ازادي راډیو ته وویل:

د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون غړی خالد پښتون
د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون غړی خالد پښتون

"د امریکايي ځواکونو وتل د تشویش وړ مسئله ده، که بهرني سرتېري له سولې وړاندې په اوسني وضعیت کې ووځي، دغه مسئله د خلکو په زهنونو کې منفي انعکاس کوي، په دې برخه کې باید له ډېر دقته کار واخیستل شي، د دې پرځای چې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي، شاید تاوان وکړي."

ښاغلی پښتون زیاتوي چې که له دلیل پرته ژر امریکايي سرتېري له افغانستانه ووځي، طالبان به د سولې په خبرو کې په خپلو دریځونو ټینګار وکړي او د سولې پروسه به پېچلې شي.

امریکايي پوځیان دا مهال د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې تر ډېره د افغان ځواکونو د روزنې او سلا مشورو په چارو بوخت دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG