د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

ویسا: ځيني پاکستان ته نږدې طالبان د سولې خبرې په پاکستان کې غواړي


کابل چاپ ورځپانو په خپلو ننیو ګڼو کې د بېلابېلو مطالبو په ځانګړې ډول د افغانستان د سولې په اړه لیکنې او سر لیکنې چاپ کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې لیکلي، که څه هم طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی پلاوی به د دوشنبې په ورځ د پاکستان په بلنه په اسلام اباد کې د هغه هېواد له صدراعظم سره وګوري، خو د طالبانو ځینو لوړ رتبه سرچینو یو شمېر رسنیو ته ویلي چې د نظامي کمېسیون ډېری مشران یې نه غواړي چې طالبان دې د پاکستان تر فشار لاندې خبرې وکړي.

په مطلب کې د سرچینې په حواله راغلي، یو شمېر هغه طالبان چې پاکستان ته نېږدې دي، هڅه کوي چې خبرې په پاکستان کې وشي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې د طالبانو د شورا ځینو مشرانو په پاکستان کې په خبرو سخت غبرګون ښودلی.

د مطلب لیکوال لیکي، دا هغه طالبان دي چې ځانونه د ملا محمد عمر پلویان ګڼي او تر ډېره په جګړه ییزو لیکو اثر لري.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، د مسکو تر ناستې وروسته ټاکل شوې چې طالب استازي به په روانه اوونۍ کې د پاکستان د صدراعظم په ګډون له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

په مطلب کې راغلي، طالبان د افغانستان د سولې په مسئله کې هېڅ ډول صلاحیت نه لري، بلکې دا پاکستاني پوځیان دي چې طالبانو ته وايي، څه وکړئ او څه ډول موضع ونیسئ.

په سرمقاله کې راغلي، د پاکستان حکومت له کلونو راهیسې طالبان سازماندهي کوي او تجهیزوي یې چې په افغانستان کې د شریعت په نوم جګړه وکړي.

سرمقاله لیکونکی لیکي، البته یو شمېر نور هېوادونه هم شته لکه عربستان او شیخان یې چې دغه ډله تمویلوي خو په خبره یې، تولو دغو هېوادونو او ډلو د طالبانو واک پاکستان ته سپارلی.

هېواد:

هیواد دولتي ورځپاڼې هم د افغانستان د سولې په اړه په خپلو مطالبو کې لیکلي دي.

ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د سولې په روانو هڅو کې د افغانانو پر ګډون ټینګار کړی او وايي چې افغان حکومت باید د سولې د هڅو مهمه برخه وي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې طالبانو له پخوا راهیسې ټینګار کاوه چې یوازې له امریکا سره به خبرې وکړي خو له هغه مهاله چې له امریکايي چارواکو سره یې تماسونه زیات شول او دواړو خواوو په خبرو کې پرمختګ وکړ، خپل دریځ یې نور هم سخت کړ او په پرله پسې ډول وايي چې نه غواړي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

په مطلب کې راغلي چې د ناټو عمومي منشي ازادي راډیو ته په ځانګړې مرکه کې ویلي، هېڅ امکان نه لري چې په افغانستان کې دې تلپاتې سوله د افغان حکومت له بشپړ ګډون پرته ټینګه شي.

XS
SM
MD
LG