د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر پرون د فبرورۍ په پنځلسمه رسماً د بېړني حالت د نافذولو سند لاسلیک کړ.
د بېړني حالت د اعلام په سند کې لیکل شوي:
“د امریکا په جنوبي سرحد کې امنیتي او بشري بحران روان دی چې د امریکا ملي امنیت له خطر سره مخامخ کړی او په ملي کچه بېړنی حالت ېې پېښ کړی دی."
ډونالد ټرمپ د دې لپاره چې له مکسیکو سره پر ګډ سرحد دېوال جوړ کړي، بېړنی حالت اعلام کړی دی.
د بېړني حالت له اعلام سره ډونالد ټرمپ احتیاج نه لري چې د کانګرس مرستې ته معتطل شي او د دې صلاحیت پېدا کوي چې د دېوال جوړولو لپاره له نورو ادارو پېسې ترلاسه او مصرف کړي.
کانګرس د مکسیکو له پولې سره د امنیتي موانعو د جوړولو لپاره منلې چې یو اعشاریه څلور ملیارده ډالر جمهور رئيس ته ورکړي، خو ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپل دې پلان لپاره له کانګرسه پنځه اعشاریه اووه ملیارده ډالر غوښتي وو.
ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د جمهوري ریاست په انتخاباتي کمپاین کې له خپلو پلویانو سره ژمنه کړې وه چې د جمهوري ریاست د ګټلو په صورت کې به د امریکا او مکسیکو پر ګډه پوله کانکرېټي دېوال جوړ کړي.
ډونالد ټرمپ هغه مهال دا ژمنه هم کړې وه چې د دېوال پېسې به له مکسیکو اخلي.
ټرمپ ټینګار کوي چې امریکا ته د غیر قانوني کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره د دېوال جوړول ضروري دی.
ټرمپ پرون د سپینې ماڼۍ په باغچه کې په ځانګړې غونډه کې وویل:
“موږ به نن د ملي اضطراري حالت اسناد لاسلیک کړو چې ډېر ښه کار دی، ځکه چې موږ د مخدرو موادو، وسله والو ډلو، د وګړو له لوري له اشغال سره مخامخ یوو او دا د منلو وړ نه دي."
په بېړني حالت کې به ټرمپ له نورو مالیاتي سرچینو استفاده کوي او کولای شي چې د دېواله د جوړولو پلان ته اته ملیارده ډالر را غونډ کړي.
د ټرمپ د خبرو په اړه ډموکراتانو او یو شمېر جمهوري غوښتونکو شدید مخالفت څرګند کړی دی.
په کانګرس کې د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي او په سنا کې د ډموکراتانو مشر چک شومر په دې اړه پرون یو ګډ بیان خپور کړ.
هغوی ویلي چې د ملي اضطراري حالت اعلام غیر قانوني کار او له قدرت او د جمهوري ریاست له صلاحیته ډېره ناوړه استفاده ده.
دواړو ډموکراتانو باور څرګند کړی چې ولسمشر ټرمپ له خپلو پلویانو سره ژمنه کړې وه چې د دېواله پېسې به له مکسیکو اخلي او اوس غواړي چې پلویان یې دې ته متوجې نه شي چې ژمنه یې ماته کړې ده.
د نیویارک ایالت لویې څارنوالې لیتیتا جېمز پرون په یوه بیان کې وویل چې د مشروع دلیل د نشتوالي په صورت کې د ملي اضطراري حالت اعلام کولای شي چې د اساسي قانون په تړاو یو بحراني وضعیت رامنځته کړي.
هغې په بیان کې ویلي چې د ډونالد ټرمپ د پرېکړې پر ضد به په محکمه کې عرض وکړي.
لیتیتا جېمز ویلي:
“موږ به له قدرته د داسې ناوړه استفادې سيل ته نه کېنو، پرضد به یې مبارزه وکړو او له هغې قانوني وسيلې به کار واخلو چې زموږ په اختیار کې ده."
د سپینې ماڼۍ په وینا، ډونالد ټرمپ غواړي چې د دېواله د جوړولو لپاره د دفاع او خزانې له وزارتونو پېسې را غونډې کړې او له هغو ادارو سره کار نه لري چې په امریکا کې د بحرانونو لپاره پېسې سپموي.