د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

افغان حکومت: بنسټونو دې د انتخاباتي قانون په پلي کولو کې مرسته وکړي 


د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش
د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش

د انتخاباتو په قانون کې د بدلونو او توشیح څخه وروسته افغان حکومت له سیاسي او مدني بنسټونو غواړي چې د دغه قانون په پلي کولو کې مرسته وکړي.

د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش د جمعې په ورځ له افغانستانه د شوروي پوځونو د وتلو د ۳۰مې کلېزې په مناسبت په ارګ کې په جوړې شوې غونډه کې وویل، اوس نو د انتخاباتو قانون د پلي کېدو په حال کې دی.

نوموړی وايي:

"اوس د هر اړخېزې همکارۍ لپاره زمینه برابره شوې او موږ د قانون د پلي کېدو په مرحله کې یو او په‌دې برخه کې باید همکاري وشي. په تفاهم سره دې چلند وشي چې د بشپړو او ظرفیت لرونکو انتخاباتي بنسټونو شاهدان او ځواب ورکولو ته مسوول اوسو."

ده وویل، په یاد قانون کې بدلونونو ته په کتو سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو ته صلاحیت ورکړل شوی دی.

ده تمه وښوده چې سیاسي ګوندونه دې په را روانه اوونۍ کې د انتخاباتي کمېسیون د غړیتوب لپاره وړ کسان، معرفي کړي.

دا په‌داسې حال کې چې د سې شنبې په ورځ د انتخاباتي قانون د بدلون د طرحې له تصویب او توشیح وروسته جمهوري ریاست اعلان کړه چې له دې سره د انتخاباتي کمېسیونونو کمېشنران لېرې شوي ګڼل کېږي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په همدې ورځ د فرمان په صادرلو سره، د انتخاباتي کمېسیونونو د دارالانشاء رئیسان د یادو کمېسیونونو د مؤقتو سرپرستو رئیسانو په توګه وګمارل.

جمهور رئیس د تعدیل شوی قانون په اساس په انتخاباتو کې له ښکېلو ګوندونو او مدني بنسټونو وغوښتل چې په یوه اوونۍ کې دې د انتخاباتو د کمېسیونو د نویو غړیو لپاره لېستونه جمهوري ریاست ته وسپاري.

د انتخاباتو د څار بنسټونه د حکومت غوښتنې ته په کتو وايي، د انتخاباتي کمېسیون د نویو غړیو د معرفي کولو او د انتخاباتو د پروسې د څارلو په برخو کې د سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو همکاري مؤثره ده.

د انتخاباتو د څارونکي بنسټ د پروګرامونو مسوول حبیب‌الله شینواري په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"سیاسي ګوندونه د انتخاباتو د پروسې مهم شریکان دي، ځکه چې دوی په دغې پروسه کې هم ګټې لري. دوی د قانون په پلي کولو کې ډېره مرسته کولی شي. بله دا چې دوی باید د رڼو انتخاباتو لپاره ښه څارنه وکړي."

ده وویل، د کمېسیونونو د غړیو په ټاکلو کې د نوي مېکانېزم پر اساس کوم ګوندونه چې په عدليې وزارت کې ثبت دي، هر یو باید خپل یو -یو استازی د کمېشنرانو په توګه حکومت ته معرفي کړي او همدارنګه ۱۵ کسان د مدني بنسټونو له‌خوا ور معرفي کېږي.

دی ټینګار کوي چې دغه ګوندونه باید غیر ګوندي کسان چې په انتخاباتو کې تحربه ولري حکومت ته معرفي کوي چې په ګمارلو یې انتخابات په شفافه توګه ترسره او په پروسه یې خلک باوري شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG