د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۱۶

پامپیو: پر ایران د بندیزونو په اړه د واشنګټن دریځ له نورو سره توپیر لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې پر ایران د بندیزونو د لګولو په برخه کې د واشنګټن دریځ د اروپايي هېوادونو له دریځونو سره توپیر لري.

مایک پامپیو دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د منځني ختیځ په اړه د نړیوال کنفرانس په څنډه کې د ازادي راډیو له فردا څانګې سره په مرکه کې وکړې.

د دې غونډې له جوړولو څخه د امریکا هدف د ایران پرضد د یو نړیوال ائتلاف جوړول بلل شوي دي.

پامپیو په‌دې مرکه کې وویل، امریکا باور لري چې هر پول چې د ایران اسلامي جمهوريت ته رسېږي، په سیمه کې د شرارت پر پلانونو لګول کېږي.

دا په‌داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې په‌دې وروستیو کې د انسټکس په نوم یوه طرح وړاندې کړې چې له مخې یې د امریکا له بندیزونو سره سره له ایران سره د اروپايي هېوادونو تجارتي اړیکې تر یوه حده پر خپل حال پاتې کېږي.

  • پوښتنه

له ایران سره د تجارتي اړیکو د ساتلو په برخه کې د اروپايي هېوادونو د پریکړې د بریالیتوب چانس څومره دی؟

  • ځواب

د وارسا غونډه په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات د ټینګښت په هدف جوړه شوې وه، نو ځکه له ۶۰ زیاتو هېوادونو ګډون په‌کې وکړ، څو په یمن او سوریه کې د روانو ستونزو او هغو امنیتي ګواښونو لپاره چې له اسرائیلیانو سره د فسلطینیانو د تقابل په نتیجه کې رامنځته کېږي، یوه حل‌لاره ومومي.

مسئله دا ده چې کله موږ د حزب‌الله په اړه خبرې کوو، باید د ایران په اړه بحث وکړو. کله چې په یمن کې د حوثي یاغیانو د شرارت بحث کېږي، باید د ایران په اړه خبرې وشي، نو ځکه ایران د هغو موضوعاتو په ډله کې شامل و چې بحث پرې وشو، خو باید تاسو ته ووایم چې دا ائتلاف ډېر پیاوړی دی.

هېڅوک او هېڅ هېواد د ایران له‌خوا د پېښ ګواښ له حقیقت او جدیت څخه انکار ونه کړو.

د منځني ختیځ هېوادونه دې نتیجې ته رسېدلي چې وګړي یې د ایران د اسلامي جمهوریت له ګواښ سره مخامخ دي، نو ځکه موږ پر دې ټولو مواردو کار وکړ.

روښانه خبره ده چې د دې ستونزې د حل د څرنګوالي په اړه نظرونه بېلابېل دي. اروپایان دې ته ژمن دي چې د ایران اټمي موافقه پرځای پاتې شي خو موږ بیخي بل ډول پریکړه کړې ده.

زموږ په نظر هر پول چې د ایران اسلامي جمهوریت ترلاسه کوي، بالاخره د سپاه پاسدان ځواک د قدسلښکر د قوماندان قاسم سلیماني لاسونو ته لوېږي او د شرارت پر فعالیتونو لګول کېږي او تردې هم مهمه لا دا چې له دې پیسو څخه د ایران خلکو ته د واقعي لانجو د جوړولو په مقصد کار اخیستل کېږي، نو ځکه موږ ژمن یو چې باید دا خبره یقیني کړو چې د ایران د خلکو غږ باید واورېدل شي.

موږ هېوادونو یوځای سره راټول کړل او خپل دلایل مو ورته وړاندې کړل. زه ډاډه یم چې موږ په منځني ختیځ کې له ټولو ګواښونو سره د مقابلې لپاره تر پخوا هم پیاوړي او چمتو یو.

  • پوښتنه

خو که بېرته د ایران موضوع ته ورشو له هغو ګواښونو سره به څنګه مقابله کوئ؟ چې تاسو یاد کړل، ځکه ډېری په‌دې باور دي چې د وارسا غونډه د واشنګټن د هغو پراخو هڅو یوه برخه وه، چې هدف یې په ایران کې د حکومت بدلون دی؟

  • ځواب

باید ووایم چې دا یوه تاریخي پېښه وه ځکه چې عربي هېوادونه او اسرائیل یوځای سره کېناستل او د ایران له لوري د ګواښونو په اړه یې خبرې وکړې.

دا د واشنګټن له‌خوا کومه هڅه نه وه. موږ د ایران د اسلامي جمهوريت له پلوه خپله اندېښنه په ډاګه څرګنده کړې، د ایران له لوري د پېښو ګواښونو د کمولو لپاره مو هم زیات امکانات ځانګړي کړي او دې کار ته به دوام ورکړو.

زموږ وروستۍ هیله دا ده چې د ایران د خلکو غوښتنې واورېدل شي. موږ د ایران د حکومت په چلند کې بدلون غواړو.

غواړو ایران د نورو هېوادونو په شان عادي سلوک ولري او دې هدف ته د رسېدو لپاره د سیاستونو یوه مجموعه تعقیبوو چې دې هدف ته ورسېږو نو په منځنی ختیځ او ټوله نړۍ کې به امن ټینګ شي.

  • پوښتنه

د هغو مخکینیو شرطونو په اړه چې تاسو یاد کړل، تاسو او نورو امریکايي چارواکو په وار وار ویلي چې د اسلامي جمهوریت په چلند کې بدلون غواړئ، هغه چلند چې ستاسو په نظر کې دی هومره د ایران د حکومت په سیاستونو کې نغښتی چې بدلول یې د حکومت د هویت د بدلولو یا په حقیقت کې د رژیم د بدلون معنا لري، یعنې که ایران د سیمې، نړۍ او خلکو په وړاندې خپل ټول اوسني سیاستونه بدل کړي، نو د اسلامي جمهوریت د رژیم نښه به هم پرځای پاتې نه‌شي. په‌دې اړه ستاسو نظر؟

  • ځواب

دا چې د دوی چلند به څنګه بدلېږي، هغه مسئله ده چې د ایران په خلکو پورې اړه لري. خلک به خپلې غوښتنې مطرح کړي او له خپل قوته به کار واخلي.

ایرانیان هوښیار او ځواکمن خلک دي او پیاوړی او لرغونی تاریخ لري او د خپل هېواد د چارو د مدیریت توان لري نو ځکه د چلند د بدلون هدف چې موږ یې غواړو، په ټول منځني ختیځ کې د امنیت ټینګول او ایرانیانو ته د هوسا ژوند جوړول دي او د دې لپاره چې د ایرانیانو غوښتنې واورېدل شي موږ به هر هغه اقدام وکړو چې په وس مو پوره دی څو هغه ژوند ورته برابر کړو چې غواړي یې خو داسې چې په منځني ختیځ او نوره نړۍ کې چا ته ګواښ او خطر پېښ نه کړي.

  • پوښتنه

د چهارشنبې په ورځ په ایران کې د سپاه پاسداران ځواک پر یوه بس خونړۍ حملې ۲۷ کسان ووژل. د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف د دې پېښې پر وړاندې په غبرګون کې پر ټویټر په یو پیغام کې پوښتنه وکړه چې ایا د وارسا له غونډې سره چې ده یو سرکس وباله، په یوه وخت کې دا حمله تصادفي ده؟

ستاسو ځواب څه دی؟

  • ځواب

دا مسئله په متحد ایالاتو پورې هېڅ اړه نه‌لري خو غواړم یادونه وکړم چې ښاغلی ظریف به په نړیواله امنیتي غونډه کې د ګډون لپاره د جرمني مونیخ ښار ته راځي او هلته به د ګڼ شمېر اروپايي هېوادونو له استازو سره وګوري.

زه به له دې هېوادونو غوښتنه وکړم چې له هغه سره په خپلو کتنو کې ترې وپوښتي چې داسې سپکې خبرې ولې کوي.

نوموړی کله کله د منځ‌لارو کسانو حرکات کوي، خو دا اعتدال نه‌دی چې تل اسرائیل او امریکا د انسانانو په وژنه تورن کړئ. دا اعتدال نه‌دی او یوازې د دې نښه ده چې ښاغلي ظریف او روحاني هم د ایران د حکومت د نورو مشرانو په څېر انقلابي خلک دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG