د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

اشرف غني: د شوروي اتحاد د پوځونو د ماتې لامل د خلکو یووالی وو


ارشیف
ارشیف

د افغانستان ولسمشر وايي، په افغانستان کې د شوروي اتحاد د پوځونو د ماتې یوازینی لامل، د خلکو یووالی وو او اوس هم په یووالي کیدای شي، تل‌پاتې سوله ټینګه شي.

له افغانستانه د شوروي پوځونو له وتلو۳۰ کاله وروسته افغان چارواکي وايي، افغانستان نن هم د تاریخ په یو حساس پړاو کې دی او د سولې د ټینګښت لپاره د خلکو یووالي ته اړتیا لري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ویډیويي پیغام کې چې د دلوې په ۲۶مه نېټه له افغانستانه د شوروي پوځونو د وتلو د دیرشمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې خپور شو ویلي چې دغه بری د خلکو د یووالي په نتیجه کې ترلاسه شوی او نن هم همداسې یووالي ته اړتیا ده:

"څه چې پر هغه مهال زموږ د بري لامل شو، پر خدای ایمان او په سپڅلې لار کې د خلکو یووالی وو. موږ نن بیا هم د تاریخ په یوه برخه لیک جوړونکي پړاو کې یو او کولی شو، په یووالي او کلک هوډ، جنګ او ناامني ختمه او رښتینې سولې ته ورسېږو."

ولسمشر د شوروي پوځونو پر وړاندې د خلکو جهاد یوه لاسته راوړنه او د تاریخ یوه برخه وبلله.

شوروي پوځونه له شاوخوا نهو کلونو وروسته، د ۱۳۶۷ لمریز کال د دلوې په ۲۶مه نېټه له افغانستانه ووتل.

په هغه غونډه کې چې د جمهوري ریاست په ارګ کې جوړه شوې وه، حکومتي چارواکو او ځیني جهادي څېرو په‌کې له افغانستانه د شوروي پوځونو په وتلو خبرې وکړې او د افغانانو بری یې پر باطل د حق بری وباله.

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د سولې روانې پروسې او حکومت جوړونې ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې د سولې پروسه باید داسې مدیریت شي چې هېواد وروسته ستون نه‌شي.

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش
د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

نوموړي زیاته کړه:

"د سولې هېڅ پروسه د افغانستان د دولت له حضوره پرته ښه پایلې ته نه رسېږي او شاته به پاتې وي. په‌دې قضیه کې مو له ښکېلو اړخونو هیله ده چې د افغانستان د دولت په غیاب کې د مشروع استازي په توګه دغه پروسه تعقیب نه‌کړي."

ده ټینګار وکړ، کومو کسانو چې د مؤقت حکومت د طرحې غږ يې کړی، موږ شاته وړي او هغوی چې د جنګ ډُهل غږوي باید سولې ته حاضر شي.

په جوړې شوې ناسته کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د جهاد پر لاسته راوړنو او له افغانستانه د شوروي پوځونو په وتلو خبرې وکړې ویې ویل، د افغانستان د سولې په مسایلو کې باید د هېواد استقلال او لاسته راوړنې خوندي وي.

ښاغلي عبدالله وویل، حاضر دی چې د سولې په خاطر له خپلې څوکۍ تېر شي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ده ورته غوښتنه له سیاستوالو هم وکړه:

"د هېواد له سیاستوالو مې هیله ده کوم څه چې زموږ ترمنځ ګډ دي، په‌کې یو له بل سره باید مرسته وکړو او په کوم ځای کې چې مشروع رقابت یعنې انتخابات دي هلته رقابت ولرو او انشاءالله همدغه مسئله به د افغانستان د مسایلو حل وي."

په‌دغه غونډه کې د مشرانو جرګې رئيس او جهادي شخصیت عبدالهادي ارغندیوال هم د سولې د طرحې لپاره د حکومت د هڅو ملاتړ څرګند کړ ویې ویل، ټول باید د حکومت تر چتر لاندې، د تل‌پاتې سولې لپاره هڅې وکړو.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG