د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۴ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۱۰

روسیه، ترکیه او ایران: د سوریې له شماله د امریکايي ځواکونو وتل مثبت ګام دی


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې له خپلو ترکي او ایراني سیالانو سره په کتنه کې یې پر دې موافقه وکړه چې د سوریې له شماله د امریکايي ځواکونو وتل مثبت ګام دی او په سیمه کې د ثبات له ټینګښت سره به مرسته وکړي.

ښاغلي پوتین دا څرګندونې پرون د ترکیې او ایران له ولسمشرانو رجب طیب اردوغان او حسن روحاني سره چې دی یې کوربه و، په ګډه خبري غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې د سوریې پر شمال باید د دې هېواد مشروع حکومت ولکه ټینګه کړي.

پوتین، اردوغان او روحاني پرون- پنجشنبې، د تور سمندرګي پر غاړه په پراته ښار سوچي کې سره وکتل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرکال په ډسمبر میاشت کې اعلان وکړ چې امریکايي سرتېري به له سوریې څخه وباسي.

پوتین وویل ټرمپ هڅه کوي چې په‌دې اعلان سره د انتخاباتي کمپاین د مهال ژمنې عملي کړي خو هغه زیاته کړه چې د امریکا ولسمشر د کورنیو سیاسي مسایلو له وجې تل خپلې ژمنې نشي عملي کولای.

په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ عمومي قوماندان د دې اوونۍ په پیل کې وویل چې ښايي له سوریې څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو بهیر په څو اونیو کې پیل شي.

له بلې خوا د ایران ولسمشر وویل چې په سوریه او نورو هېوادونو کې د امریکايي ځواکونو حضور ګټور نه‌دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

حسن روحاني په ګډه خبري غونډه کې وویل چې متحد ایالات باید په منځني ختیځ کې پر خپلو پالیسو بیا غور وکړي.

په تېرو څو کلونو کې- په سوریه کې د جګړې د ختمولو لپاره د ملګرو ملتونو په ملاتړ د خبرو مخکیني پړاوونه ناکام شوي دي.

د سوریې په جګړه کې له ۴۰۰ زرو زیات کسان وژل شوي، میلیونونه بې‌ځایه شوي او د دې هېواد لرغوني اثار له منځه تللي دي.

روسیه، ترکیه او ایران د سوریې په جګړه کې خورا زیات ښکېل دي او د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د خبرو د یوه جلا بهیر ملاتړ کوي.

ولسمشر پوتین وویل، د استانې د خبرو بل پړاو به د مارچ په وروستیو یا د اپرېل په لومړیو کې جوړ شي.

هغه له خپلو ترکي او ایراني سیالانو وغوښتل چې د امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته په سوریه کې د ثبات د ټینګولو پر پلانونو ګډ کار وکړي.

روسیې، ترکیې او ایران- چې درې واړه په سوریه کې ځواکونه لري، ویلي چې د سوریې د اووه کلنې کورنۍ جګړې د ختمولو لپاره سیاسي حل‌لاره غواړي.

مسکو او تهران د سوریې د ولسمشر بشار الاسد او ترکیه او امریکا د بېلابېلو یاغي ډلو ملاتړ کوي.

د سوچي له سرمشریزې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي و چې انقره غواړي له مسکو سره په هم‌غږۍ کې د سوریې په شمال کې د یوې مصوونې ساحې د رامنځته کولو په برخه کې ګام واخلي او له دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخاروا ویلي و چې انقره به په سوریه کې د یوې مصوونې ساحې له رامنځته کولو مخکې په دې مسئله کې د ولسمشر اسد موافقې ته اړتیا ولري.

XS
SM
MD
LG